پېښور ۔26جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي په قومي اسمبلۍ كښې به د پخوانۍ فاټا په اړه خاص كمېټي جوړوم۔ عمران خان ددغې سيمې معاملو ته خپله پام ګرځولې۔ په نوې ضم شويو ضلعو كښ د پرمختګ٬ سوكالۍ او د اولس د خېر ښېګړې نمر ختونكې دې۔ ځوانانو لپاره روزګار ٬ د روغتونونو٬ سكولونو كالجونو او پوهنتونونو جوړول زمونږ نصب العېن او ترجيحاتو كښې شامل دے۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پخوانۍ فاټا اولس كومې قربانۍ وركړې دي او كومو ستونزو سره مخ شوي دي هغه د پاكستان كوم هم وګړې هېرولې نه شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پیښور كښې د انصاف سټوډنټ فېډرېشن یونیورسټی کېمپس پېښور لخوا د ګرېنډ انصاف سټوډنټس فېډرېشن کېمپس کنونشن اېنډ کلچر نائټ په موقع ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن پاكستان كښې د سوكالۍ او امن ضامن دے۔ مونږ افغانستان كښې امن او افغانستان سره تجارتي اړيكې غواړو۔ د اقتصادی راهدارۍ بشپړ كېدو سره به د پاكستان معاشي حالاتو كښې انقلابي بدلون رامخې ته شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په نتيجه كښې دې هېواد ٬ صوبې او پخوانۍ فاټا لوئې زيان پورته كړې كه لوئے څښتن ته منظور وي ازاله به ئې كولې شي۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبې ترسېوري لاندې رشكۍ اكنامك زون كښې به 20 لكه ځوانانو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ ده ووئيل د سي پېك مېوؤ څخه به نوې ضم شوې ضلعې او اولس مستفيد كړو۔ ده ووئيل د پخوانۍ فاټا مسئلې حل كول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل د نوې ضم شويو ضلعو پرمختګ له به 100 اربه روپۍ منظور كړې شي چې ورسره به د مايوسۍ تيرې ختمې او د خوشحالۍ نوې سحر پېل شي۔ ده ووئيل د پاكستان زلمو له به سوچ كول وي چې هغوي كاميابۍ لپاره د شارټ كټ لاره خپله نه كړي۔ محنت ٬ شوق ٬ جذبې او قربانۍ سره كاميابي ترلاسه كېږي۔ منزل موندلو له خودي زياتول وي۔ ده ووئيل د انسان ترقۍ كښې د ده د سوچ نه غېر بل هېڅ څخه ركاوټ نشته۔ مونږ له به خپل سوچ بدلول وي۔
متعلقہ مضامین
-
Women in Cyber Security
-
MoU signed for furthering universal health coverage
-
Dolphin’s team wins Muzaffargarh Super League title
-
President Dr Arif Alvi inaugurates National Horse and Cattle Show
-
Arts council hosts colorful 3rd women conference
-
Petrol pumps, buses of MPA Ajmal Cheema seized
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Indian troops martyr four more youth in IIOJK
-
Govt has taken significant steps for Karachi’s development: Ismail
-
Fire engulfs Lahore’s Pace shopping plaza
-
No fuel shortage, ‘highest stocks cover’ available for one month: Hammad