اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي په چا چې د بدعنوانۍ تور دے بايد هغوي خپلې مقدمې په عدالت كښې وكړي٬د ايوان په كاروائۍ د اولس پيسه خرڅ كېږي٬بايد دلته په اولسي مسئلو خبره اوشي٬پاكستان په نړيواله كچه خپل مقام بيا ترلاسه كوي۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د شاهد خاقان عباسي د اعتراض په نكته ده ووئيل عجيبه تماشه ده چې د اسمبلۍ غونډه پېل كېږي نو وئېلي كېږي چې شهباز شريف دې د اي اے سي چيئرمېن جوړ كړي او كه جوړ نه شو نو د قامي اسمبلۍ غونډه به مخ په وړاندې نه ځي٬بيا وئېلې كېږي كه د شهباز شريف پروډكشن آرډر جاري نه كړې شو نو بيا هم د اسمبلۍ غونډه مخ په وړاندې نه شي تللې۔ده ووئيل دوه چارې داسې شته چې بايد په هغې بحث وكړې شي ٬ ښه به دا وې چې د ايوان څخه هند له يو سخت پېغام وركړی شي ٬ ده ووئېل د پولو پورې غاړه څخه هره ورځ پاكستان له دړكې وركړی كېږي٬بايد دې ايوان څخه پېغام وركړی شې چې د پاكستان 22 كروړه اولس د پاك پوځ سره ولاړ دے ٬ ده ووئېل پاكستان د خپلو كشميريانو وروڼو خوئېندو سره ولاړ دے۔ ده ووئېل كله چې پاكستان پھ نړيوال فورم د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو مقدمه كوي نو زمونږ لپاره د شرم خبره ده چې د هند د اړخه د نواز شريف بيان په خپل حق كښې وركوي ٬دا زمونږ بدقسمتي ده۔ده ووئيل كله چې سجن جندال د ويزې نه غېر پاكستان ته راغلو او مري ته لاړ نو يو بيان راغلو چې د هغه سره د كورنۍ اړيكې لرو٬مودي د نمسو واده له راځي دا ټولې خبرې قام ته په ډاګه شوي۔ده ووئيل په سفارتي ډګر د پاكستان اړيكې نورو هېوادونو سره ښې كېږي بايد په دې خبرې اوشي۔د سعودي عرب پھ زندانونو كښې پاكستاني بنديوان راخوشې كړې شول ٬دا مسئله وزيراعظم عمران خان حل كړی۔پاكستان په نړيواله كچه خپل مقام بېرته ترلاسه كوي۔ده ووئيل په هېواد كښې د غريبانو لپاره شيلټر هومز جوړېږي٬د اولسي ښېګړی اقدامات كېږي۔مراد سعيد ووئيل شاهد خاقان عباسي د خسارې خبره كړی٬ 200 اربه خساره د هغوي په دور كښې شوې ٬كه د برېښڼا معامله خرابه ده او 1200 ارب روپۍ ګرځينده قرض دے نو د دې ذمه وار هم دغه دي۔ده ووئيل مونږ په دليل خبره كوو٬د اولس غلا شوې پيسه به راوړلې شي٬وفاقي وزير ووئيل څوك چې غل وي هغه زمونږ غوندې خبره نه شي كولې٬نن د عمران خان په وجه په ټوله نړۍ كښې پاكستان خپل مقام بېرته ترلاسه كوي۔ده ووئيل د ايوان په كاروائۍ د قام پيسه خرڅ كېږي كه چا كرپشن كړی يا په چا د كرپشن تور دے هغوي دې خپلې مقدمې عدالت كښې وكړي
متعلقہ مضامین
-
Eyewitnesses to be cross examined in Priyantha case from today
-
It’s judiciary’s job to provide justice: Justice Waqar
-
Sacred papers recycling plant to be established within a year
-
Voting on no-trsut motion on April 3
-
Maryam warns PM against ‘playing with’ national security
-
Another murder over ‘blasphemy’ raises same difficult questions
-
Opp to decide who will be next Punjab CM: Zardari
-
SAPM advises beneficiaries under ‘Ehsaas Kafalat’ to receive computerized receipt
-
Govt policies to promote innovation, entrepreneurship in KP: Jhagra
-
PM to not tender resignation, play till last ball: Rashid
-
Two explosions damage railway tracks in Jamshoro, Hyderabad
-
PTI Sindh to hold “Karvan-e-Wafa” rally to express solidarity with PM Imran Khan