اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی)اروپائي ائتلاف امن په ځائې كولو له د پاكستان د رويې ستائنه كولو سره سيمه كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان او هند ترمينځھ شخړې د خبرو اترو د لارې په سوليز ډول د حل كولو په حاجت زور راوړې دې۔ د خارجه دفتر لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اتوار په ورځ د اروپائي ائتلاف د خارجه اړيكو او سېكورټي پالېسۍ استازې فیډریکا موګیرینی سره تېلفوني تماس ونيولو۔ تېلېفوني خبرو كښی د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده نوعيت د اطميان څرګندونه كولو سره په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير مس موګیرینی د منطقې مجموعي صورتحال او د پلوامه پېښې نه وروستو د هندوستان او پاكستان ترمينځھ د رامخې ته شوي تاؤ تريخوالي څخه خبر كړه۔ د اروپائي ائتلاف د خارجه اړيكو او سېكورټي پالېسۍ استازې فیډریکا موګیرینی د دواړو هېوادونو ترمينځھ تاؤ تريخوالې كمولو له د خپل اړخه د مرستې باور وركړو۔ دې امن په ځائې كولو له د پاكستان د رويې ستائنه كولو سره سيمه كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان او هند ترمينځھ شخړې د خبرو اترو د لارې په سوليز ډول د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړه اړخونه د دوه اړخيزه اړيكو لا ودې او مشاورت لړۍ روانې ساتلو ته هم صلا شول۔
متعلقہ مضامین
-
Court exempts Shehbaz Sharif from appearance
-
ICT policemen praised for maintaining law & order during NA session
-
Governors of KP, Sindh step down
-
Teenager dies after not receiving timely treatment in THQ
-
Five cops martyred in rocket attack on police vans
-
CM Punjab election: Pervaiz Elahi to meet MPAs today
-
Centre of Excellence board meets on extremism
-
IHC reserves verdict on appeal seeking Imran’s name on ECL
-
All banks to open at 8 am: State Bank
-
Imran Khan should be punished under article 6 for violating constitution: Marriyum Aurangzeb
-
AJK High Court stays PM election till Monday
-
‘Army, judiciary vital pillar of national security’