اسلام آباد 29 مارچ(اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوی ته د جاپان، تاجکستان پشمول د 8 بېلو هېوادونو غوره كړې شويو سفيرانو خپل اسناد وړاندې كړې دي ٬ اولس مشر ډاكټر عارف علوي په دې مهال ووئيل پاكستان ټولو دوست هېوادونو سره خپلې اړيكې لا مستحكمول غواړي۔د جاپان، تاجکستان، ګیانا، جمهوریه سلوینیا، جمهوریه بینن، برکینافاسو، اوبسټالك ننسي ایچر او د کانګو پاكستان لپاره غوره شويو سفيرانو د جمعې پھ ورځ ايوان صدر كښې خپل سفارتي اسناد اولس مشر ته وړاندې كړل۔د دې څخه وروستو غوره شويو سفيرانو جلا جلا اولس مشر سره ملاقات وكړو۔پھ دې موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان ټولو دوست هېوادونو سره خپلې اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ده ووئيل د نن پاكستان د سرمايه كارۍ او كاروباري موقعو لپاره ښه چاپیرچل لري٬په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو او چاپېرچل څخه ګټھ پورته كېدې شي۔ده ووئيل باقاعدګۍ د پلاويو تګ راتګ ٬په اولسي كچه رابطې د سياسي او معاشي روابطو مستحكمولو لپاره لازمي دي۔كومو سفیرانو چې خپل سفارتي اسناد اولس مشر ته وړاندې كړل په هغوي كښې د جاپان سفیر کونی نوری متسودا، د تاجکستان سفیر عصمت اولونصریدین، د ګیانا کے بینے کارن، د جمهوریه سلوینیا کے کرسټینا رادج، د جمهوریه بینن کے نائم عاقیبو، د برکینافاسو کونی سولیمان،د اوبسټالک ننسی ایچر سفیر آرچ بشپ کرسټوف ذکیه الخصیص او د کانګو لک جوزف اوکیو شامل دي۔ د دې څخه وړاندې د ايوان صدر دروازې څخه هر سفير په روايتي بګهۍ كښې بوتللې شو۔په دې موقع د پاكستان او اړوندو هېوادونو قامي سردونه هم وغږولې شول او غوره شوو سفيرانو ته ګارډ آف آنر وړاندې كړی شو
متعلقہ مضامین
-
Sana urges Imran Khan to share solid life threat evidence with Interior Ministry
-
TV channels warned against broadcast of negative, insulting material
-
School bus overturns in Arifwala while driver on phone
-
Matric exams for Karachi students begin
-
PTI appoints former SSG commando as Imran CSO
-
Karachi Saddar blast: CTD guns down two suspected terrorists in Mauripur operation
-
CM Murad Ali Shah leaves for US on private visit
-
WWF Pakistan, PCRWR sign LoI to support Australia-Pakistan Water Security Initiative
-
CGPA organizes public private dialogue on access to finance for SMEs
-
Govt planning to launch 5G service: NA told
-
PTI Chairman Imran Khan addresses public gathering in Multan
-
KE continues crackdown against power pilferers across Karachi