اسلام آباد ۔ 15مئی (اے پی پی) د خزانې سلاكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ وئيلي دي د پاكستان او برطانيې ترمينځھ تجارتي او اقتصادي څانګو كښې مرسته لا زياتولو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې د برطانيې هائي كمشنر تھامس ډريو سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورؤ په ورځ ده سره د خزانې وزارت كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو اړخونو تجارتي او اقتصادي څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكم كولو په حاجت زور راوړو۔ د خزانې سلاكار ووئيل پاكستان او برطانيه يو بل سره پخوانۍ تاريخي اړيكې لري او دا اړيكې به په دوه اړخيزه ګټه كښې لا پراخا كول وي۔ هائي كمشنر د خزانې سلاكار ته د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په زړه پورې اړيكې دي او مونږ له به اقتصادي اړيكو ته وده وركول وي۔ ده ووئيل برټش ایئر وېز به د روان كال جون مياشت كښې پاكستان ته راځي۔ وروستو د اېشیئن ډوېلپمنټ بېنک کنټری ډائرېکټر زیاو هونګ یانګ هم د خزانې سلاكار سره ملاقات وكړو۔د خبرو اترو په مهال بېلو پرمختيائي منصوبو او پروګرامونو لپاره نوې مالي مرستې سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه
متعلقہ مضامین
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
Polio refusal cases need special attention: DC
-
Police seizes weapons from house of PTI leaders
-
PNS Madadgar provides technical assistance to merchant vessel
-
Dacoits rape teenage girl in front of father in Pattoki
-
NA passes bill abolishing use of EVMs in election
-
LHCBA condemns sentencing of Yasin Malik
-
PM visits D-Chowk; pays tribute to LEAs
-
NA abolishes EVMs, ‘deprives’ expats of voting rights
-
Indian girl puts hand in fan after parents refuse to buy expensive smartphone
-
Sultan writes letter to UN chief seeking role for release of Malik
-
FJWU organizes workshop on philosophy & techniques of quantitative research