اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د پاکستان او چین ترمينځه آرمز کنټرول، اتومي عدم پھیلاؤ او د وسلې تخفیف چارې د خبرو اترو او سفارتکارۍ د لارې حل کول ته سلا راغلې۔ دا سلا تيره ورځ د پاکستان او چین ترمينځه آرمز کنټرول او اتومي عدم پھیلاؤ په اړه د دوه اړخيزه مشاورت 6م پړاؤ پھ مهال راغلې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د پاکستانی پلاوي مشري ډائریکټر جنرل (آرمز کنټرول اینډ ډس آرممنټ) محمد کامران اختر دغسې د چین د خارجه وزارت آرمز کنټرول څانګې ډائریکټر جنرل فو کونګ د خپل هېواد د پلاوي مشري كوله۔ دوه اړخيزه مشاورت په مهال دې خبرې ته سلا راغلې چې آرمز کنټرول، اتومي عدم پھیلاؤ او د وسلې تخفیف چارې د خبرو اترو او سفارتکارۍ د لارې حل کول غواړو۔ ډلو په وسلو بنديز او د هغې د خاتمې په اړه د ګڼ اړخيزه ادارو موثره او فعالولول په حاجت زور راوړو چې ورسره به نړيوال او سيمه ايز امن او سلامتیا هدف ترلاسه كولو كښې پیشرفت وشي۔ د پاکستان په دوره راغلې د چین پلاوې د خپل اتومي اثاثو کمان او کنټرول نظام څخه خبر كړې شو۔ د چین پلاوي په اړوندو څانګو كښې د پاکستان اقدامات وستائل۔ د چین پلاوې خبر كړې شو چې پاکستان د كوټلې سول اتومي پروګرام، تجربې، پوهې او اتومي صلاحیت وركونكې هېواد په حیثیت د نیوکلیئر سپلائرز ډلې رکنیت بشپړه اهلیت لري
متعلقہ مضامین
-
PM, DG ISPR congratulate CPNE members on re-election
-
Journalists need to adapt to modern requirements of journalism: Marriyum
-
Pakistan, China to establish JWG to explore cooperation against forest fires
-
FO rejects notion of any delegation from Pakistan visiting Israel
-
Monitoring system launched for prompt resolution of Hajj pilgrims’ complaints
-
IHC adjourns Shireen Mazari arrest case till June 16
-
Karot hydropower project to meet Pakistan’s electricity needs, boost sustainable development: China
-
Pakistan, Turkey support each other on all core issues: PM
-
Sherry to underline growing climate vulnerability at Stockholm +50
-
Stern action against Kashmiris’ massacre by Indian troops in IIOJK urged
-
Pakistan Banks Association highlights role of banks as executing agents
-
Open house job fair held at NUML