اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په اولسي كچه د تګ راتګ او د تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د پاك ايران اړيكو ته د ودې وركولو د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه په خاص توګه د تجارت او اقتصادي روابطو زياتولو بلها موقعې شته ۔ ده دا خبره د ايران د صنعت ٬كان كني او د تجارت وزير رضا رحماني سره كړې چا چې د جمعې په ورځ دوي سره په وزيراعظم آفس كښې ملاقت كولو ۔ په دې موقع زراعت لپاره نائب وزير يزدان سېف، پارلماني غړې رمضان علي سبحاني، د آئي سي سي آئي اېم اے چيئرمېن٬ د سستان او بلوچستان صوبې عبداﷲ رېګي مير جاوا او پاکستان كښې د ايران سفير مهدي هنر دوست هم دوي سره ملګري وو۔ په دې موقع د سمندري چارو وزير سيد علي حېدر زېدي، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبېر ګېلاني، د تجارت سېكتر احمد نواز سکھيرا هم موجود وٶ۔ په دې موقع د پاك ايران اړيكو ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي موقعو څخه د بشپړې استفادې پحقله د شوي پېشرفت پحقله خبرې اترې شوې۔وزيراعظم د ايران پلاوي هركلي كولو سره ووئيل جغرافيائي قربت او د و ورورولۍ نزدې اړيكو ژرړې په شريك تاريخ ٬ كلتور او مذهب اډاڼه دي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د اولس ګټې لپاره د تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو ګنجائش موجود دے۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو د قاچاق مسئلې هلرې كولو او په خاص توګه د پاك ايران په پوله مېشته كسانو ته زياتې كاروباري موقعې وركولو لپاره كوټلې اقداماتو ته اړتيا ده۔ د ايران وزير وزيراعظم عمران خان د ايراني قيادت د خيرسګالي جذباتو نه خبوولو كښې ووئيل د وزيراعظم عمران خان د ايران دورې سره د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه تجارتي او اقتصادي روابط لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې ۔ ده د دواړو هېوادونو د شريك تجارت وده كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره د پاك ايران مشتركه تجارتي كمېټۍ لخوا په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
PPP demands impartial investigation into forests fire
-
Pakistan set to boost exports with improved product quality: President
-
PTI women parliamentarians protest outside parliament
-
KP likely to allocate Rs379.99b for uplift programme in budget
-
Ex-bureaucrat Cheema appointed PM’s adviser
-
Sarfaraz Ahmed’s career is almost over: Ramiz Raja tells chief selector
-
Putrefied female body found
-
‘Record growth’ witnessed during PTI’s tenure: Tarin
-
Number of cinema houses reduced to 135 in Pakistan
-
Hindu extremists’ derogatory remarks against Holy Prophet (PBUH) condemned
-
KMU approves budget for year 2022-23
-
President concerned over wildfire incidents