اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پاكستان او امريكې د اړيكو په مستحكم كولو كښې د اولس مشر ټرمپ لور ايوانكا ټرمپ هم مثبت كردار ترسره كوي٬ ايوانكا ټرمپ سره د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال زلفي بخاري په ملاقات كښې هغې د پاكستانو مېرمنو بااختياره كولو لپاره د مرستې وړاندېز كړے٬ د هيومن ريسورس ډويلپمنټ٬ روزګار ودې او احساس پروګرام لپاره ملاتړ خوشبينه دے۔ تېره ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې د ايوانكا ټرمپ لخوا په پاكستان كښې د مېرمنو د فلاح په پروژو كښې دلچسپي به د وزيراعظم عمران خان د مېرمنو بااختيار كولو د وژن په ترسره كولو كښې مرسته كونكې ثابته شي۔ د مېرمنو حقونه زمونږ د دين او د آئين برخه دي٬ د دې نه علاوه په اقتصادي مېدان كښې هم كاميابې لپاره د مېرمنو معاشي پرمختګ ضروري دے۔ هغې ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې هغو ټولنو پرمختګ كړے چرته چې د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې مېرمنو مركزي كردار ترسره كړے۔
متعلقہ مضامین
-
World Population Day: Awareness event organised in Islamabad
-
Marriyum refutes news about power tariff hike
-
PM calls emergency meeting over worsening economy
-
IB’s former DG to head NAB
-
In meeting with COAS, Turkish envoy lauds Pakistan’s role for peace
-
Pervaiz Elahi turns to SC against police security in PA hall
-
PM urges ‘human rights’ defenders’ about India’s supression of voices of representatives of Kashmiris
-
ECP issues name of returned candidate to PP-7 Rawalpindi
-
Security beefed up in Punjab Assembly premises
-
Faiz’s daughter Moneeza Hashmi book launched in Quetta
-
‘RIP Mandate’
-
Deputy Chairman Senate visits Mango festival