ملتان۔08ستمبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمنې ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان په صحيح معنو كښې فلاحي رياست جوړولو له به هر يو وګړي له خپل كردار ترسره كول وي۔ خصوصي وګړو ته پام كولو سره دوئي د ټولنې ګټور وګړي جوړېدې شي۔ په ښه نيت پېل كړے شوے كار خپل منزل ته رسي۔ چلډرن کمپلېکس ملتان د كوچنيانو د زړه سرجري پېل كولو سره يو مهم پراؤ نه تېر شوے دے كوم لپاره چې د دې ځايې انتظاميه او غېر سركاري تنظيم”تارے زمین پر“ د مباركۍ مستحق دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې د شورؤ په ورځ چلډرن كمپلېكس ملتان كښې د ماشومانو د زړه د سرجري يونټ پرانستې په موقعه خپل خطاب كښې وكړه۔ هغې ووئيل نن د ملتان د تاريخ يوه مهمه ورځ ده۔ اوس به د دې ځائې خلق د زړه رنځ سره مخ كوچنيان درملنو له لاهور او نورو ښارونو ته نه بيايي۔ هغې ووئيل د كومې هم منصوبې په پېل كښې د متحركه شخصياتو خوښي لرل لازمي وي او حكومت د داسې كسانو بايد بشپړه ډاډګيرنه وكړي۔ ثمينه عارف زياته كړه چې زمونږ د ټولنې مېرمنې هم بايد د هېواد په پرمختګ كښې بشپړه برخه واخلي ولې چې حكومت هم سماجي پروګرامونو ته بشپړه پام لرنه كوي چې ښكاره مثال ئې احساس پروګرام ٬ كامياب جوان پروګرام او نورې منصوبې دي۔ په دې مهال دستورې ته خپل خطاب كښې د اېن جي او”تارے زمین پر“سی ای او فادیه کاشف ووئيل نن زما د ژوند مهمه ورځ ده ولې چې كوم خوب ما ليدلې ؤ نن هغه ريښتيا شو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د چلډرن کمپلېکس ملتان مشر ډاكټر وقار رباني ووئيل نن د خوشحالۍ ورځ ده دلته د كوچنيانو د زړه سرجري پېل شوې ده۔ هغه ووئيل زه مخير حضراتو ته اپيل كوم چې هغوي دې فلاحي منصوبه كښې بشپړه برخه واخلي۔
متعلقہ مضامین
-
ECP seeks evidence of vote buying from MPA
-
All set for launch of Chinese-type bike-sharing system in Peshawar
-
British diplomat visits maternity clinic
-
Timber mafia fells precious trees
-
NEPRA approves Rs0.89 increase in power tariff
-
Vawda de-notified as federal minister
-
Court dismisses bail pleas of accused in female student death case
-
Kulbhushan Jadhav case adjourned till April 8
-
Five BLA terrorists gunned down in Mastung
-
Book on Sufism reviewed
-
Pakistan stresses gender equality to accomplish SDGs
-
CTD exposes MQM-London female leader Kehkashan Haider for running target killing network in Karachi