اسلام آباد۔9فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې په لويه شمېره كښې د آزاد كانديدانو كاميابي د دې خبرې څرګندونه ده چې ټاكنې سپېځلې وې٬ امنيت ته د پېښو خطرو له امله موبائل سروس بند كړے شو٬ په پاكستان كښې په انټرنېټ او سوشل ميډيا كوم بندېز نه وو٬ د ټاكنو په ورځ فكسډ براډ بېنډ سهولت په بشپړه توګه فعاله وو ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاکټر طارق محمود هم موجود وو۔ وفاقی وزیر د سولييزو ټاكنو په كېدو د پاكستان اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل چې نګران حكومت د خپلې وعدې له مخې ټاكنې وكړې۔ ده ووئيل نګران حكومت تېر كال په 17 اګست سوګند پورته كړې وو او لوظ يۍ كړې وو چې الېكشن كمېشن ټولټاكنو له كومه نېټه مقرر كړي هم په هغې به كولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه ډېرې بې بنسټه ډنډورې وكړې شوې خو مونږ ته د دې په باوري كېدو زياته خوشحالي شوې ده۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د سیکورټی له امله انټرنېټ سروس بندولے شي۔ په كال 2022ء كښې د نړۍ په 35 هېوادونو كښې 187 ځله د انټرنېټ سروس بند كړے شوے وو۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد په دې سيمه كښې تر ټولو اوږد جنګ كړے دے۔ زمونږ په زرګونو كسان شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل تېره ورځ په 61 پېښو كښې 16 كسان شهيدان شول۔ د ټاكنو څخه يوه ورځ وړاندې 28 كسان شهيدان كړې شول۔ د 15 جنورۍ څخه وروستو 47 پېښې رامخې ته شوې په كومو كښې چې د 7 آئی ای ډیز او 26 ګرېنېډ بمونو پېښې وې۔ ده ووئيل تېره ورځ د کامن وېلتھ آبزرور ګروپ مشر هم ووئيل چې كله موبائل او انټرنېټ سروس موجود نه وو هغه وخت هم جمهورت او ټاكنې وې۔ ده ووئيل د موبائل سروس بندېدو دلاسه خلك ستونزو سره مخ شول خو د وګړو د ځانونو تحفظ زيات ضروري وو۔ ده ووئيل د وګړو د ځانونو تحفظ د امنيتي ادارو او داخله وزارت ذمه واري ده۔ د امنيتي خطرو له امله فون سروس بند ساتلے شوے وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د آزاد كانديدانو ټاكنه د دې خبرې عكاسي كوي چې ټاكنې سپېځلې شوي دي دي
متعلقہ مضامین
-
Muslim world urged to shun ties with India until Yasin’s release
-
Balochistan launches Kissan Card
-
Al-Khidmat distributes ration in Cholistan
-
PMLN made Pakistan’s defense impregnable: Muqam
-
Armed Forces pay tribute to all for achieving nuclear deterrence: ISPR
-
Ghani for timely completion of ADP schemes
-
Armed Forces pay tribute to all for achieving nuclear deterrence: ISPR
-
ECP resolves 17 complaints out of 22 received in Balochistan LG polls
-
Never drew a single penny from national kitty, PM tells court
-
New approaches needed to control traffic congestion in capital
-
Pakistani delegation in India for Indus water talks
-
India hatching conspiracies to change demography in IIOJK: Sultan