لاهور۔31مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ايسټر په موقع د پاكستان او ټولې نړۍ مسيحي ټولنې ته د زړه له كومي مبارکي وړاندې كړې او وئيلي ئې دي چې د ايسټر ورځ مونږ ته د حضرت عيسٰى عليه السلام د مينې، زغم او بخښنې په پېغام د غور كولو او د دې اقدارو د خپلولو موقعه راكوي٬ هم دا اقدار خپلولو سره مونږ زياتې شخړې لرونكې نړۍ د امن او مينې مركز جوړولې شوو۔ وزيراعظم د ايسټر 2024 په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل د خوشحالۍ په دې موقعه د پاكستان په جوړوېدو او د دې په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د خپلو مسيحي ورونړو په مهم كردار ترسره كولو هغوي ته د د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم او هيله لرم چې هغوي به د پاكستان په پرمختګ او استحكام كښې خپل كردار لوبولو ته دوام وركړي۔ ده ووئيل په دې ویاړو چې پاکستان د بېلو عقيدو او كلتورونو يو ښكلے امتزاج دے ٬ راځۍ چې په ګډه د یوې زغم او همغږۍ لرونكې ټولنې جوړولو لپاره کار وکړؤ، راځئ چې د دې ملت مخالفت قوتونو ته ماتې ورکړؤ۔ ده ووئيل نن یو ځل بیا د خپلو ټولو اقلیتونو د ټولنیز پرمختګ او خېر ښېګړې لپاره د کار کولو خپل عزم تکراروو٬ ټولو مسیحیانو ته دې سولييز ايسټر مبارك وي۔
متعلقہ مضامین
-
Rs9.6b reserved for climate change under PSDP 2022-23
-
Taxes in Budget 2022-23
-
Fazlur Rehman holds talks with Chaudhry Shujaat
-
World Day against Child Labour observed
-
President concerned over wildfire incidents
-
Over 500 vehicles gutted in fire in Karachi impoundment lot
-
Chinese companies keen to invest in Balochistan: President MCCT
-
Experts call for resolving water stress for sustainable future
-
OIC and UN must rein in Modi’s fascist govt: Sherry
-
1.27b allocated for women development in budget 2022-23
-
HEC bans colleges from offering MS, PhD degrees across country
-
PPP leader Bakht Baidar Khan passes away in Lower Dir