اسلام آباد۔1 اپرېل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې كوم دښمن ته به د سي پېك اغېزمن كولو اجازه كله هم ورنكړې شي۔ د سي پېك په اړه خپله مركه كښې وفاقي وزير ووئيل كوم چينائي ورونړا خوېندې چې پاكستان كښې په پرمختيائي منصوبو كار كوي هغوي زمونږ مېلمانه دي۔ ده ووئيل حكومت خپلو وګړو ته تحفظ وركوي او دې څخه څو چنده زيات وسائل او تحفظ خپلو چينائي ورونړو خوېندو له وركوي۔ پروفېسر احسن اقبال ووئيل د سي پېك دښمنان به په سي پېك د بريد كولو هڅې كوي خو د پاكستان او چين په عزم كښې به هېڅ كمې رانشي۔ ده ووئيل د سي پېك لاندې به 5 نوې كورېډورز جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت ايرن سره د ټرانسمشن لائن منصوبه بشپړ كړې ده۔ مکران کوسټ په اولني ځل نېشنل ګرډ سره تړلے شوے دے۔ د اوبو په روانو منصوبو مو كار په 6 مياشتو كښې بشپړ كړو۔ ده ووئيل تېر حكومت په 4 كاله كښې ګوادر پورټ صفا كړې نه وو چې له امله يۍ لويې جهازونه نه لنګرانداز كېدل٬ په 16 مياشتو كښې په دې يو وارې بيا ډي سلټنګ پېل كړې شو كوم چې اوس بشپړ شوې دې او اوس ګوادر يو وارې بيا ژوره بندرګاه جوړه شوې ده۔ دې اقداماتو سره د چينائي مشرتابه په پاكستان باور بحال شو او په 10 كلونو سي پېك دستورو كښی په پاكستان كښې د 5 نوې كورېډو په جوړولو خبره وشوه۔ دا ټولې منصوبې تر كال 2018 بشپړ كړې شوې وې۔ د كال 2020 څخه تر 2025 موده په صنعتي همكارۍ مشتمله وه۔ دې لپاره 9 اکنامک زونز په كال 2018 كښې تشكيل كړې شوي وو په كومو چې تر كال 2020 كار بشپړ كول وو۔ ده ووئيل د بده مرغه په تېر دور كښې په دغه اكنامك زونز كار بشپړ نه شو چې له امله يۍ سرمايه كار بېرته لاړل۔ ده ووئيل د پاكستان چې كوم مقام مونږ جوړ كړے وو هغه ختم شو۔
متعلقہ مضامین
-
LHC ponders SC judgment on defecting lawmakers
-
Sindh Acting governor assures engagement with traders for improving business environment
-
Punjab police okays foolproof security for cricket series in Multan
-
PM for immediate gas supply from newly discovered reservoirs in NW
-
Pakistan summons Indian envoy over blasphemous remarks by BJP
-
KP expanding free health coverage: Jhagra
-
PM again proposes ‘Charter of Economy’
-
Minister urges stakeholders to play role in controlling dengue
-
Army warns of legal action over ‘malicious allegations’
-
Rain-wind/thunderstorm likely at few parts of country on Friday: PMD
-
KP govt employees welcome 15pc raise in salaries
-
PTI’s Billion Tree Tsunami gets Rs4.5 billion less than last year’s