اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاءالله تارړ د متحده عرب امارات پرمختګ او بدلون لپاره د متحده عرب امارات د قیادت وژن او هڅې ستائلو سره وئيلي دي د پاکستان اولس متحده عرب امارات خپل دويم كور ګڼي، د وزیراعظم شهباز شریف وژن له مخې د یو اے اي او پاکستان ترمينځه تجارت او د کاروباري رابطې د لا قوي كولو خوښې لرو۔ده د متحده عرب امارات سفیر حماد عبید ابراهیم سالم الزابی سره د ملاقات په مال خبرې كولې۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ، بيلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو پشمول د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه ۔ په دې مهال د متحده عرب امارات سفیر بشام كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه هم وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات شريكه ورثه او ګڼ اړخيزه مرستي لرونكې اړيكې لري، پاکستان اول متحده عرب امارات خپل دويم كور ګڼي۔ده ووئيل د ایمریټس ایئر لائن وړومبے پرواز د پي آئی اے پائلټ الوزولے ؤ كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې يو اعلیٰ مثال دے ۔ وفاقی وزیر ووئيل عزت مآب ارواښاد شیخ زید د پاکستان قیادت او اولس سره نزدې اړيكې لرلې۔ د اطلاعات وفاقي وزیر د یو اے اي سفیر د حکومت معاشي اقدامات څخه خبرولو كښې ووئيل اېف بی آر كښې ټیکس اصلاحات كېږي دغسې د معاشي څانګې ډیجیټلائزیشن لپاره كار روان دے۔ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف وژن له مخې تجارت او کاروباري رابطو لا قوي كولو له خوښې لرو۔ وفاقی وزیر ووئېل د معیشت ښه كولو له شريك روډ میپ جوړولو ته اړتيا ده۔د یو اے اي سفیر حماد عبید ابراهیم الزابی ووئيل د دواړو هېوادونو د مشرتابه وژن له مخې دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو باور لرو۔ یو اے اي عمر له به سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړې ، د پاکستان معاشي پرمختګ لپاره ولاړ يو۔ دغسې وفاقی وزیر د متحده عرب امارات پرمختګ او بدلون لپاره د متحده عرب امارات د قیادت وژن او هڅې وستائلې۔
متعلقہ مضامین
-
In a first, Canada considers printing warning messages on separate cigarettes
-
Pakistan to default if subsidies not abolished till July
-
In Jacobabad, mothers bear brunt of climate change
-
KP CM seeks report from CS over forest fires
-
Rs23.324b earmarked for wheat subsidy
-
PRCS organizes webinar to pay tribute to voluntary blood donors
-
Govt must facilitate Musharraf if he wishes to return: Nawaz
-
Govt presented tax-free and people-friendly budget: Hamza
-
APHC AJK convener elected
-
Female cop, brother injured in acid attack
-
Marriyum grieves over demise of senior journalist Ali Hamza
-
Sultan seeks British PM’s role in resolution of Kashmir dispute