اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ وئېلي دي د حكومت د معيشت ښه كولو هڅو خواږه به زر ډېر تر اولس ورسي٬دوست هېوادونه پاكستان سره په كومه سنجيدګۍ چې خبره كوي هغه د پاكستان د خارجه پالېسۍ نوے باب دے٬د غنمو اضافي ذخيرې لرو٬كابينې څلورو صوبائي حكومتونو ته د غنمو پروكيورمنټ هدف زياتولو لپاره د خط ليكلو پريكړه كړې٬په بلوچستان كښې د اپوزېشن ګوندونو وړومبۍ جلسه ناكامه شوې او چې كوم ډول وېناګانې شوي د هغې نه ښكارېږي چې دا كمپني چلېدونكې نه ده٬هغوي خپل مينځ كښې په جنګ دي٬د ګوهر صېب خبره شيرافضل مسترد كوي٬د تحريك په لار كښې خنډان ولاړ دي ۔د شورو په ورځ پي ټي وي هېډكوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته خطاب كولو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د حكومت په راتللو د معيشت په اړه مثبت خبرونه مخې ته راځي٬حكومت او وزيراعظم شهباز شريف ته په لږه موده كښې په نړيواله كچه ډاډګيرنه تر لاسه شوې٬پاكستان ته د ملګرو هېوادونو لخوا عزت او تركيم وركړے كېږي او چې په كومه سنجيدګۍ سره په معاملات بحث كېږي٬دا زمونږ د خارجه پالېسۍ دننه يو نوې باب دے۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان يو سټريټجك نيوكليئر اسټېټ دے٬موڼږ په دې وياړ لرو او دا زمونږ لپاره د عزت خبره ده۔نړيوالې جريدې٬مالياتي ادارې او خپلواكه تجزيه كارو لخوا وئېلي كېږي چې حكومت د معيشت ښه والي لپاره مركزي كردار ادا كوي او ډېر زر به د معيشت دننه خوږې ميوې تر اولس ورسي۔ده ووئيل دا زمونږ ډېره لويه نيك مرغي ده چې وزيراعظم او د هغه ټوله كابينه مخنت او په تندۍ سره كار كوي۔ده ووئيل د حكومت راتللو سره د معيشت په اړه مهمې پريكړې شوي چې له امله يې په نړيواله كچه پاكستان ته ډاډګيرنه ترلاسه شوې۔ده ووئيل د وزيراعظم د سعودي عرب دوره كاميابه وه او د دې په نتيجه كښې د سعودي پلاوې د پاكستان دوره كړې٬مونږ د سعودي پلاوي مننه كوو چا چې د سرمايه كارۍ په اړه د سنجيدګۍ مظاهره كړې۔ده ووئيل د سعودي پلاوي سره د سرمايه كارۍ په اړه د ریفائنریز او سېلګړۍ پشمول په زياتو معاملاتو خبرې شوي كومو ته چې عملي شكل وركولې شي۔وفاقي وزير ووئيل په څو ورځو كښې به د سعودي عرب څخه د اعلٰی كچ پلاوې هم د پاكستان په دوره راشي او په لوظ نامو په لاس لاس ليك كښې پېشرفت اوشي۔ده ووئيل د سعودي عرب څخه به د يو نجي سېكټر پلاوي هم پاكستان ته راځي٬د سعودي عرب نجي څانګو څخه سرمايه كار د پاكستان دننه نجي څانګو كښې سرمايه كاري كول غواړي۔د دواړو هېوادونو حكومتونه به هغوي ته آسانۍ وركولو كښې خپل كردار ادا كوي۔ده ووئيل نجي څانګه كښې به سرمايه كاري د معيشت لپاره يو لويې ګتور اقدام وي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل په نړيواله كچه حكومت او وزيراعظم محمد شهباز شريف په يو پیج دي٬وزيراعظم 24 ساعته كار كونكے ليډر دے٬هغه تل كاركردګي ښودلې او د هغې څخه ميوې راتلل پیل شوي۔ده ووئيل اسټاك ايكسچينج هره ورځ نوې رېكارډ جوړوي٬ډېر زر به تر عام تن رېليف ورسي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل نن د وزيراعظم محمد شهباز شريف پھ مشرۍ كښې د كابينې په غونډه كښې د سعودي عرب دورې په اړه تفصيلي خبرې وشوې٬د غنمو د صورتحال هم جاج واغستلے شو۔ده ووئيل دا ځل دغنمو زيات ذخائر موجود دي۔كابينې پريكړه كړې چې څلورو واړو صوبائي حكومتونو ته به چيټۍ ليكلې شي چې د غنمو پروكيورمنټ هدف زيات كړي او د كروندګرو څخه زيات نه زيات غنم واخلې او بيعه هم ښه وركړي دغسې چې كروندګر خوشحاله وي۔وفاقي وزير ووئيل د نېشنل فوډ سيكورټي وزارت لخوا د غنمو اغستلو ټارګټ زياتولو او د دې ښه بيعه ټاكلو په اړه به چيټۍ څلورو واړو صوبو ته ليكلې شي۔ده ووئيل د غنمو ښه فصل رورل په اكانومي مثبت اثر پريباسي ۔د اطلاعات وزير ووئيل د نورو دوست هېوادونو څخه به پلاوي هم پاكستان ته راځي٬حكومت راتللو سره د دوست هېوادونو مشرانو لخوا د مباركۍ پېغامونه راغلي٬د كوچني اختر په موقع چې كومې خبرې شوي هغه ډېرې خوشبينه دي٬ ده ووئېل هغوي سره د غزه په صورتحال هم خبرې شوي۔د اطلاعات وفاقي وزير د اپوزېشن ګوندونو بلوچستان كښې د جلسې په اړه خبرو كښې ووئېل په بلوچستان كښې د اپوزېشن ګوندونو وړومبۍ جلسه ناكامه شوې٬چې كوم ډول تقريرونه ئې كړي د هغې نه ښكارېږي چې دا كمپني چلېدونكې نه ده٬هغوي خپل مينځ كښې په جنګ دي٬د ګوهر صېب خبره شيرافضل مسرد كوي٬په دغه تحريك كښې خلل ورمخې ته دے٬دا اپوزېشن به اتحاد څنګه وكړي۔ده ووئيل اپوزېشن سره كومه هم تګلاره نشته٬د هغوي د “ميں نه مانوں”سياست به نه چلېږي٬هغوي له خپلو كيسونو ته پام كول پكار دي كومو سره چې د دوي مشران مخ دي۔د خبريالانو د پوښتنو په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل د فيض آباد پرلت په اړه د كابينې په غونډه كښې كومه خبره نه ده شوې۔ده ووئيل چپاكستان ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي٬د خزانې وزير په امريكا كښې دے٬د هغه آئي اېم اېف او نورو مالياتي ادارو سره ملاقاتونه روان دي۔د 9 مئي كسيز په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هيله ده چې په قانون كښې د موجود طريقه كار تر مخه به د 9 مئي كسيز ډېر زر منطقي انجام ته ورسولې شي۔د پېټروليم مصنوعات بيعو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د پیټروليم منصوعات د بيعو انحصار په نړيوال ماركيټ دے٬د مينځني ختيز غېر يقيني صورتحال له امله په نړيواله كچه د تيل بيعې زياتې شوي٬راتلونكو څو مياشتو كښې به ښه والې راشي۔ده ووئيل د پي آئي اے نجكارۍ څخه به هم په معيشت مثبت اثرت پريوځي٬مونږ په كلنه توګه 80 اربه روپۍ خساره برداشت كوو۔ده ووئيل د پي آئي اے نجكاري٬ د ايئرپورټس آوټ سورسنګ٬د اېف بي آر ډيجيټلائزېشن به وشي٬د دې چارو د آئي اېم اېف سره هېڅ تعلق نشته۔ دې اقدامات څخه به زمونږ په خرڅونو كښې كمے راشي او معيشت به مستحكم شي۔وفاقي وزير ووئيل نن د كابينې په غونډه كښې د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ پالېسۍ فريم ورك منظوري وركړې شوه٬دې څخه به نجي څانګې ته سركاري محكمو سره په ګډه پروژې پېل كولو كښې آساني ورمخې ته شي
متعلقہ مضامین
-
Why Imran himself didn’t form judicial commission?
-
Will DG ISPR decide on conspiracy against PTI?
-
3,000kg dead chicken meat seized in Lodhran
-
Rain, windstorms to lash Punjab’s plains, upper areas
-
Money laundering case lodged to ‘divert attention from Punjab budget’
-
MQM-P wins neck-to-neck race
-
ATC extends interim bail of PTI leaders in ransacking cases
-
Safe working environment must be ensured for women: CS Sindh
-
England smash ODI world record to crush Netherlands
-
Awareness walk held to mark Environment Day
-
HIV prevalence rate in Pakistan stands at 0.12 per 1,000 population: report
-
Soldier martyred in exchange of fire with terrorists in North Waziristan: ISPR