اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) پاكستان د فلسطين كډوالو ته پناه وركونكې د ملګرو ملتونو په سكول د اسرائيل د ځواكونو د بمبارۍ په سختو ټكو غندنه كړې د كومې په نتيجه كښې چې يو شمېر مېرمنې او كوچنيان شهيدان شوي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياندې د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل دا بريد په تېر اونۍ كښې د آئي ډي پي كېمپ پشمول د وګړو په ضد د بريدونو په سلسله كښې يو بل جرم دے ٬ د كوم په نتيجه كښې چې 45 فلسطينيان شهيدان شوي٬ وياندې ووئيل سول آبادۍ او تنصيبات قصداً په نخښه كول د نړيوال قوانين سنګينه خلاف ورزي ده او دا د جنګي جرائمو په زمره كښې راځي ۔ وياندې د مسجد اقصيٰ په لان كښې د سلګونو شمېر اسرائيلي انتها خوښو د بريدنو غندنه كولو سره ووئيل دا د قابضو چارواكو ذمه واري ده چې ھغوي د مذهبي ځايونو احترام وكړي۔ وياندې زياته كړه چې مونږ د وګړو د قتل عام په ضد په سمدستي توګه او د غېر مشروط جنګ بندۍ د مطالبې پخلے كوٶ او اسرائيل د دې جرائمو ذمه وار ګرځوٶ۔
متعلقہ مضامین
-
APHC urges Kashmiris to observe Martyrs’ Week
-
Alvi writes to PM over violence against media
-
ECC decides to reduce gas rates for industry
-
PM felicitates Muslim Ummah, prays for Pakistan’s prosperity
-
Imran’s ‘fatwa’ of treason against CEC baseless: EC
-
Hajj-e-Akbar: PM prays for Ummah’s unity, Pakistan’s prosperity
-
LHC grants bail to journalist Imran Riaz Khan
-
Security, traffic arrangements for tourists in Murree reviewed
-
Kashmiris to observe July 13 as Martyrs Day
-
Pakistan rated ‘second-worst’ country on gender parity index
-
Water hits homes, shops as Jhelum lashed by heavy rain
-
KP CM wants leftover DHQ hospitals empanelled on Sehat Card