اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)خارجه وزير خواجه محمد آصف سره د نهې پھ ورځ د امريكې سفير ډيوډ هيل وليدل۔ د ملاقات په مهال ده وفاقي وزير ته د افغانستان او سوئېلي آسيا په اړه د اولس مشر ټرمپ اوسني بيان په حقله بريفېنګ وركړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د امريكې سفير خارجه وزير ته ووئيل چې دامريكې خارجه سېكتر ريكس ټيلرسن په يو څو ورځو كښې د ملاقات په انتظار دې۔په ملاقات كښې به په دوه اړخيزه اړيكو او د سوئېلي آسيا په اړه د امريكې په نوې پالېسو تفصيلي خبرې اترې كېږي۔خارجه وزير خواجه آصف ته ووئيل چې خارجه سېكتر ټيلرسن د اګست په 14مه نېټه تماس نيولې وو او او ما له يې د واشنګټن دورې بلنه هم راكړې ده كومه چې ما قبوله كړی۔خارجه وزير افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د خوښۍ پخلې وكړو۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په بې شمېره قربانيو رڼا واچواله۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ په لعنت قابو موندلو لپاره به نړيوالې ورورولۍ سره كار روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
Next financial year to be year of economic growth: Hashim
-
Ch Sarwar meets Ambassadors of Palestine, Morocco and Egypt
-
RCCI seeks relief for Covid-hit businesses
-
A baby born in a Qingqi rickshaw outside hospital in Sanghar
-
A baby born in a Qingqi rickshaw outside hospital in Sanghar
-
Govt places Shehbaz Sharif’s name on ECL
-
28 passengers tested positive at Peshawar’s airport
-
Remittances jump to all-time high of $2.8bn in April
-
28 passengers tested positive at Peshawar’s airport
-
Coronavirus kills 135 in Pakistan over 24 hours
-
Pakistan hits record wheat crop this year, claims Aleem Khan
-
Khusro, Dawood calls on PM, discuss proposals for budget