اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د بشري حقونو او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي نګران وزيرې روشن خورشيد بروچا وئيلي دي چې پاكستان تل په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړو د هندي ظلمونو او بربريت غندنه كړې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په مهال ګڼ شمېر بې ګناه وګړي شهيدان او ژوبل كړي دي۔ هغې د كشميري وروڼو او خوئېندو په ځاني زيان خواشيني ښودلو سره د ملګرو ملتونو څخه د كشمير د صورتحال جاج اخستلو لپاره د پلاوي لېږلو غوښتنه هم وكړه۔ هغې ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې په لويه پېمانه د بشري حقونو څخه سرغړونه كوي او د ملګرو ملتونو معائنه كوونكې ډله هم بې لارې كوي۔ هغې ووئيل چې د كشمير خلق د خپلواكې خپل بنيادي حق لپاره سوله ايزې هڅې كوي۔ د ټولټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې ټولټاكنې به په خپل ټاكل شوي وخت كېږي۔ د افغان كډوالو په اړه هغې ووئيل چې افغان كډوال د كال 1970م څخه په پاكستان كښې موجود دي٬ بايد دوي اوس خپل هېواد ته ستانه شي۔
متعلقہ مضامین
-
Sino-Pak coop on biomass to help address energy, climate challenges
-
Masood Khan to be appointed as Pakistan’s ambassador to US
-
PIA decides to start direct flights to Chinese city of Xi’an
-
Rawalpindi police recover abducted newborn
-
China remains Pakistan’s second largest export destination
-
Senate body decries lacks of groundwater statistics
-
Karachi private school’s registration suspended after hidden cameras found in washroom
-
Steps on to further strengthen DRAP: Dr. Faisal
-
Promotion of female education govt focus: Farrukh
-
P&SHD joins hands with schools against measles
-
ECP’s report on Daska by-poll being ‘distorted’
-
19 hoarders, profiteers arrested in Rawalpindi, businesses sealed