اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل وئيلي دي د پاکستان او هند ترمېنځه اړيكو ښو كولو لپاره هڅې روانې دي٬ د پاك او هند په اړيكو كښې مثبت پېشرفت سره به په اېل او سي او وركنګ باٶنډي امن راوستو له مرسته ترلاسه شي٬ د دوه اړخيزه تجارت بحالي او تر كرتار پولې پرانستلو لپاره هڅې روانې دي٬ د وزیر اعظم عمران خان او د امريكې خارجه وزير ترمېنځه د ټېلي فوني تماس پحقله شخړه ختمول غواړٶ٬ مونږ له په سياسي توګه مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده٬ د امريكې خارجه وزير به د شورو په ورځ پاكستان ته په سركاري دوره راځي٬ د ګستاخانه خاکو معامله د هالېنډ حكومت سره پورته كړې شوې او ھغوي مو د پاكستان حكومت او د اولس د تحفظاتو نه خبر كړي٬ معامله د او آئي سي او نورو نړيوالو فورمونو سره هم پورته كړې شوې ٬ ده ووئېل د خارجه چارو وزير شاہ محمود قرېشي به معامله د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ راتلونكې غونډه كښې پورته كوي٬ په خارجه پاليسو كښې به بدلون راوستلې شي ٬ په خاص توګه وطن پرېښودونكو ته به خاص پاملرنه كولې شي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه پراخه خليج شته ٬ معاملې تر سره آسان نه دي خو د دې خليج كمولو په غرض د دوه اړخيزه تجارت بحالۍ او تر كرتار پوله پرانستلو لپاره هڅې روانې دي۔ وياند ووئيل لاره سخته ضرور ده خو ناممكنه نه ده٬ د پاك او هند په اړيكو كښې مثبت پېشرفت سره به په اېل او سي او وركنګ باٶنډي امن له مرسته ترلاسه شي۔ وياند د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د سارك خارجه وزيرانو غېر رسمي غونډه سږ كال كېدونكې ده٬ د پاك امريكې اړيكو پحقله وياند ووئيل وزیر اعظم عمران خان او د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو ترمېنځه د ټېلي فوني تماس پحقله شخړه ختمول غواړٶ٬ مونږ له په سياسي توګه مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده
متعلقہ مضامین
-
PM chairs meeting on price control; decides to put up entire sugar stock for sale
-
COVID-19 positivity rate falls below 1% for the first time since March 2020
-
Pindiites get MLCs thru khidmat counters
-
Punjab reports 501 new cases of dengue
-
Even allies not on the same page with govt?
-
5 reports of various standing committees presented in Senate
-
IHC instructs PMC to give arguments in MDCAT case
-
Pakistan reduces taxes on imports to boast trade ties with Afghanistan
-
EPI receives 23 vaccination vans from UNICEF
-
Indiscriminate crackdown against land grabbers to continue: CM
-
‘All-out efforts should be made to resolve residents’ complaints’
-
President upholds Mohtasib’s decisions ordering banks to refund Rs 14 mln to fraud victims