اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئېلي دي وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د لوبو بحالي غواړي٬لوبې به د سياست څخه پاكولو لپاره هڅه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې تېره ورځ د پاكستان سپورټس بورډ كښې د شجركارۍ په اړه دستورې ته په خپل خطاب كښې كړې۔دې ووئيل ماتې خوړل د لوبو برخه ده او د بدقسمتۍ له امله په لوبو كښې سياست راغلې او لوبې به د سياست څخه پاكولو لپاره هڅه كوو۔دې ووئي مېډيا دې په هېواد كښې د لوبو پرمختګ لپاره مهم كردار ادا كړي او مېډيا له په لوبو كښې كمزورۍ په ګوته كول پكار دي٬په اېشين ګيمز كښې د كاركردګۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل په ايشين ګيمز كښې د قامي ډلې كاركردګي تشويش ناكه ده٬د پاكستان سپورټ بورډ د مجلس عاملې غونډه رابللې ده۔دې ووئيل د سپورټس په پالېسۍ عملدرآمد كولو هڅه كولې شي۔وزيراعظم عمران خان د هاكۍ بحالي غواړي او په لوبو كښې به كمزورۍ لرې كولې شي٬ دې ووئېل پاكستان سپورټ بورډ كښې د كمپائن له مخې بېلا بېل ډول بوټي نال كړي٬په بوټو نال كوونكو كښې اوليمپئين منظورالحسن٬سكواش٬ټينس٬هاكۍ او فټ بال لوبغاړو هم بوټي نال كړي۔دې ووئيل قامي لوبه هاكي فعالول غواړو او يو وخت وو چې په هاكۍ به وياړ لرلو
متعلقہ مضامین
-
PM’s appearance in SC proves that PTI believes in rule of law
-
Pakistan Boulevard inaugurated in Izmir, Turkey
-
PM guilty for heavy inflation in country, says Miftah Ismail
-
PM’s appearance in SC proves that PTI believes in rule of law
-
PM guilty for heavy inflation in country, says Miftah Ismail
-
PM’s appearance in SC proves that PTI believes in rule of law
-
COVID-19 claims 9 more lives in last 24 hours
-
Islamabad High Court slams PTA over ban on public’s entertainment platform TikTok
-
Opposition celebrates as govt putts off joint Parliament session
-
Health services thru Sehat Sahulat card soon: Faisal
-
5 reports of various standing committees presented in Senate
-
IHC instructs PMC to give arguments in MDCAT case