اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي هيله څرګنده كړې چې پاکستان به ډېر زر د پوليو نه پاك هېواد جوړ شي٬ سږ كال يوازې څلور كېسونه رامخې ته شوي كومه چې د ښه والي راتللو عكاسي ده۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې ګرد هېواد كښې پوليو د درې ورځني كمپائن پېل نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د صحت وفاقي وزير عامر کیاني ٬ د نړيوالو تنظيمونو استازو او نور سركاري لوړ پوړو چارواكي موجود وٶ ۔ اولس مشر ووئيل د پوليو ټولې ډلې د ستائنې حق لري څوك چې ژوند ته د خطر باوجود خپله وظيفه ترسره كوي۔ د دې نه وړاندې اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد په كچه آبادو كښې ماشومانو ته د پوليو څاڅكو په وركولو ګرد هېواد كښې د پوليو واكسين كمپائن پرانسته وكړه ۔ اولس مشړ ووئيل د خطرو باوجود دا كمپائن په دوامداره ساتلو اړوندې ادارې او امنيتي ځواكونه د ستائنې حقدار دي څوك چې د پوليو ډلو ته تحفظ وركوي۔ اولس مشر اولس او په خاص توګه علماء كرامو ته غږ وكړو چې د دې كمپائن په كاميابۍ كښې كردار ترسره كړي۔۔ د يادونې وړ ده په كال 2014 كښې د پوليو 306 دغسې په كال 2015 كښې 54 ٬ په كال 2016 كښې 20 په كال 2017 كښې 8 او سږ كال تر اوسه د پوليو 4 كېسونه رامخې ته شوې ۔ په دې موقع د صحت وزير عامر كياني ووئيل پوليو كېسونو كښې د كمي كرېډټ د وېكسينېشن دلو دے څوك چې ماشومان د دې ناوړه ناروغې نه ساتلو له هڅې كوي۔ په دې موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي پوليو وركرز محمد اقبال او شهناز سره وليدل او د كمپائن كارمندانو لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د اېمرجنسي اپرېشن سنټر كوآرډينېټر ډاكټر رانا محمد صفدر په دې موقع “اے پي پي” سره په خبرو كښې ووئيل پاكستان خپل منزل ته رسېدونكے دے او دا كمپائن به د پوليو وائرس تر خاتمې روان وي۔
متعلقہ مضامین
-
Court reserves decision on plea seeking provision of CCTV footage
-
Pakistan to give nationality to foreigners living for seven years
-
MoIB sets up committee to probe ads disbursement during PML-N era
-
Hammad tells petrol dealers that govt will accept only legitimate demands
-
Pakistan to lock horns with Bangladesh in first test match today
-
CPNE rebukes Maryam’s unbosoming statement regarding advertisements
-
CPNE asks PML-N to apologise for ‘unfair’ ad policy
-
Trader abducted in Lahore
-
Shahbaz Sharif wants legal action taken against police implicated in the Daska by-election scandal
-
Sindh a safe haven for fertilizer hoarders
-
No commercial use of cantt land in future, SC assured
-
India engaged in hatching conspiracies against peace