اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د ريمانډ په مهال يو تورن ايوان ته په راغوښتلو د قامي اسمبلۍ سپيكر مثال قائم كړې۔ په پنجاب اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې غړو رويه د غندنې وړ ده۔ د هېواد د موجوده حالاتو ذمه وارو تعينولو لپاره دې كمېشن جوړ كړې شي۔ وزيراعظم رښتيا وئيلي وو 50 كسان بايد زندان كښې پراته وې۔ هم دغه كسان شور كوي ولې د احتساب عمل د اودرېدو نه دے۔ چا چې د پاكستان پیسه پټه كړې د هغوي به ضرور احستاب كېږي۔ د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د احتساب عمل نه بچ كېدو لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې شوې۔ ولې سپيكر د ريمانډ په مهال د يو تورن ايوان ته په راغوښتلو مثال قائم كړې ۔ده ووئېل پخوا په پروډكشن آرډر زندان څخه غړي راوستلې شوي ولې د ريمانډ په مهال څوك ايوان ته نه دې راوستې شوې ۔ده ووئېل حكومت د ريمانډ په مهال د مخالفې ډلې مشر ايوان ته د راوستلو مخالفت نه دې كړې۔ ده ووئيل د احستاب عمل زمونږ پېل كړ نه دې۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د خپلې خوښې كسان احتساب لپاره لګولې وو۔ وفاقي وزير ووئيل په ټاكنو كښې كه ګټه د پي ټي آئي وي نو دا ټګي وي او كه د مسلم ليګ (ن) وي نو بيا نه وي ۔ د اطلاعات وزير ووئيل كه د خوښې خلاف نتيجې راشي نو جمهوريت ته خطره وي۔ وفاقی وزیر ووئيل پرون په پنجاب اسمبلۍ كښې چې د مخالفې ډلې كومه رويه وليدلې شوه د غندنې وړ ده۔ هغه د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ اسمبلۍ كښې احتساب لپاره بحث كولو ته چمتو يوو۔ لكه څنګه چې په ټاكنو كښې د ټګۍ حوالې سره پارلماني كمېټي جوړه كړې شوه دغسې دا مهال دې د هېواد د موجوده حالاتو ذمه وارو تعينولو له پارلماني كمېشن جوړ كړې شي او په دې بايد بحث وكړې شي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل تېره ورځ آصف زرداری د کراچۍ عدالت ته شهباز شریف د لاهور عدالت ته او نواز شريف د اسلام آباد عدالت ته وړاندې شول۔ په تېرو لسو كلونو كښې چې د پاكستان څه حال كړې شوې د دې د ذمه وارو تعين ضروري دے۔ ده ووئېل د پي آئي اے ٬ رېډيو ٬ پي ټي وي او رېلوے په شمول د پاكستان نورې قامي ادارې خسارې سره مخ دي۔ سوئي ګېس كښې په كال 2013ﺀ كښې د يوې پېسې خساره نه وه ولې د 5 كلونو په مهال خساره 157 اربه روپو ته ورسېدله۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حکومت مضبوط دے۔ شازش كوؤنكو نه لار خطا شوې۔ وفاقې وزيرووئېل په پاكستاني اولس زېرې كېدونكې دې۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن ) په دور كښې په نړيواله كچه د پټرول او ډيزل بېعې ټيټې وې۔
متعلقہ مضامین
-
Green line bus commuters furious over mismanagement
-
Elderly man found dead under mysterious circumstances in Karachi
-
No place to pray: Muslims under pressure in India
-
Rana Shamim got affidavit notarized in Nawaz Sharif’s office: Fawad
-
On January 6, the Judicial Commission will meet to evaluate Justice Ayesha Malik’s elevation to the Supreme Court
-
Two elderly women burnt to death as fire erupted in a house in Lahore
-
Suspected harassers detained as women call police
-
Wapda cricket team terminated
-
Shafqat, Pervaiz Elahi discuss political, LG polls issues
-
Pakistan’s Omicron toll reaches 75
-
FM Qureshi for enhanced Pak-Greek cooperation in culture, tourism
-
Opposition criticises govt over plan to table mini-budget in NA