اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) د اوبو وسائلو وفاقی وزیر فیصل واوډا وئيلي دې حکومت د کرپشن ختمولو لپاره لوظي دے، بدعنوانۍ كښې ككړ كسان به نه پرېږدو، د پی ټی آئی حکومت د هېواد ټولې ادارې قوي كول غواړي۔ يو شخصی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل بايد د قامی احتساب بیورو (نیب) پشمول ټولې ادارې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ ده ووئيل د کرپشن په مقدمو كښې ككړ كسان نيول د نيب فرض دي۔ ده ووئيل نیب د کرپشن په هلو ځلو كښې د ككړ كسانو په ضد کارروائی كوي، پاکستان پیپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ (ن) بدعنوانه عناصرو نيولو په ضد شور ولي كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل نیب په خپلواكه ډول خپل كار كوي۔ ده ووئيل د پی ټی آئی حکومت به بدعنوانۍ كښې ككړ كسانو نيولو له اقدامات كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پی ټی آئی حکومت د هېواد ټولې ادارې قوي كول غواړي او دې مقصد له كوټلې اقدامات هم كېږي
متعلقہ مضامین
-
Ombudsman Punjab intervenes for release of Talent Scholarships
-
Journalist shot dead in Lahore
-
FESCO issues shutdown program
-
Chief Secretary visits hospitals to review healthcare facilities
-
Pak export of aquatic products to China exceeds $150 million
-
HUJ protest over murder of crime reporter Hasnain Shah
-
False Banana; wonder-crop in face of food security
-
Role of women inevitable in civilized society’s development: Ashrafi
-
Security forces kill terrorist; recover weapons in North Waziristan
-
Punctuality of passenger trains improves by 83 percent in 2021-22
-
COAS visits Multan Garrison
-
10 soldiers martyred in Balochistan terrorist attack