اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د ميډيا د بقاياجاتو وركولو امر كړې ٬ بقاياجات وركولو سره به په ميډيا انډسټري مثبت آغيز اوشي او د ميډيا وركرز د اخوا كولو لړۍ بندولو له به مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ميډيا چارو پحقله د غونډې په اړه وېډيو پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل په تېرو څو اوونيو كښې ميډيا څخه وركرز وېستلې شي٬ د پي ټي آئي حكومت لوظ كړې ٶ چې اولس له به روزګار وركولې شي ٬ ځكه په سمدستي توګه د ريليف وركولو پرېكړه شوې۔ ده ووئيل د وزيراعظم د امر په رڼا كښې به د وفاق او دريو واړو صوبو واكمن د ميډيا د بقاياجاتو عمل په سمدستي توګه پېل كوي۔ ده ووئيل تېر حكومت چې كوم ډول اشتهارات د سياسي ګټې لپاره كارولې مونږ د هغې عمل مرستياله نه يو٬ هېڅ يو حكومت د دې ډول اشتهار بازۍ سوچ هم نه شي كولې٬ هم د دغې په سبب د ميډيا بزنس هم متاثره شوې او اوسني حكومت به په آشتهاراتو كښې د توازن پاليسي رامخې ته كوي۔ ده ووئيل په وړومبي ځل په تاريخ كښې چې څنګه حكومت په رياستي ميديا سېنسر شپ ختم كړې دغسې په اشتهارونو د حكومت كنټرول ختمولو لپاره لائحه جوړو چې په سوب ئې سركاري اشتهارات د حكومت په كنټرول كښې نه وي بلكې په مېرټ به وېشلې شي۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوړې چې غونډه كښې فواد چوهدري ٬ د پنجاب ٬ د خېبرپښتونخوا وزيران ٬ د بلوچستان ډي جي پي آر د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتر او نورو لوړ پوړو چارواكو ګډون و
متعلقہ مضامین
-
Chinese assistance in govt’s Agriculture Transformation Plan vital for our food security: Ahmad Jawad
-
Another private school sealed at G-15/3 after sharp increase in Covid cases
-
Kashmiri diaspora should hold India accountable at global fora: Wani
-
Pakistan to learn from China to develop, promote winter sports: Fawad
-
Imran Khan, Xi Jinping agree to ‘fast-track’ CPEC second phase
-
IG Punjab reviews security arrangements for PSL matches
-
Court adjourns hearing of Ramzan Sugar Mills case till 15th
-
Court orders demolition of Al-Jannat Residency in Karachi
-
PTI launches consultation to allocate significant funds for mega projects in South Punjab
-
Indian society in sharp decline under Modi leadership: Fawad
-
Shireen Mazari receives certificate from PM
-
People have rejected looters, plunderers, says Shafqat