اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د پاكستان په ټولو ضلعو كښې د روغتيا آسانيو په پروګرام عملدرآمد له د قامي صحت وزارت او پاكستان سټېټ لائف انشورنس ترمينځه په لوظ نامه لاس ليك شوے۔ په دې موقع د صحت وفاقي وزير عامر محمود كياني ووئيل چې د دې سكيم ترمخه غريب او پسمانده طبقو لپاره د صحت آسانيۍ وركړې شي او د اندازې له مخې 9 كروړه كسان به د دې څخه استفاده وكړي۔ د صحت آسانيو پروګرام ترمخه كورنيو له به په پينل د موجود روغتونونو څخه درملنې لپاره 7 لكه 20 زره د طبي آسانيو خدمات وركولې شي كوم به چې د هېلت انشورنس ترمخه دغه كورنيو ته وړيا ترلاسه كېږي چې پكښې په روغتون كښې داخله هم شامله ده۔ د پروګرام ترمخه په سپيځلي ډول به 15 ملين كورنيو ته د صحت انصاف كارډ وركولې شي۔ دا كارډ به پنجاب٬سندھ٬بلوچستان٬اے جے كے٬ګلګت بلتستان او د قبائېلي ضلعو كورنيو له وركولې شي۔ دا د پاكستان تحريك انصاف حكومت لويه كارنامه ده۔ د دې پروګرام د لارې به د ټول هېواد غريبو كورنيو له طبي مرسته وركولې شي۔ د صحت آسانيو په پروګرام عملدرآمد له د وزارت د اړخه وفاقي سېكتر كېپټن (ر) زاهد سعيد او د سټېټ لائف انشورنس چيئرمېن لاس ليك كړے
متعلقہ مضامین
-
Three terrorists killed in encounter with CTD
-
Aleem jets off to UK to meet Tareen, Nawaz
-
Experts concerned over sexual violence used as war weapon in IIOJK
-
PTI united under leadership of PM Imran Khan : Aliya Hamza
-
Girl killed for refusing marriage proposal in Takhtbhai
-
Kamyab Jawan Programme targets being achieved: Khawar
-
Man injures in road mishap
-
Used phones sale by non-locals banned in Karachi
-
675 Kashmiri women killed, 23,000 widowed since 1989: Mushaal
-
ATC indicts 89 in Sri Lankan lynching case
-
Digital marketing training held
-
Vibrant educational, creative activities emphasized