اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) وفاقي وزيرانو وئيلي دي د سعودي ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان د پاكستان دوره تاريخي ده۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ به نوې اقتصادي دور پېل شي۔ د سعودي توان كمپنۍ پاكستان كښې خوښي لرل خوشبينه دي۔ سعودي عربستان د متبادل توان منصوبو كښې هم سرمايه كاري كول غواړي ۔ د وزیر اعظم عمران خان د وژن لامله د غېر ملكي سرمايه كارو پاكستان پلو رجحان مخ په زياتېدو دې۔ چین، جاپان، ترکی ، ملائشیاء او نور هېوادونه هم پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ برآمداتو كښې به ډېر زر اضافه وشي۔ پاکستان كښې د توان څانګه 50 څخه تر د 60 اربه ډالرو سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري۔ د راروانو لس كلونو په مهال به متبادل ذريعو څخه د برېښنا پېداوار (انرجی مکس) تر 17 فیصد زياتولې شي كوم چې دا مهال 4 فیصد دې۔ د سعودی ولی عهد پاكستان دورې او په دې مهال د مفاهمت يادښتونو لاس ليك كېدو به يو ښه پېغام نړۍ ته لاړ شي او د نړۍ سرمايه كار به پاكستان ته خپل پام وګرځوي۔ د اتوار په ورځ د سرمايه كارۍ بورډ كښې د اعلی كچې سعودي پلاوي سره ملاقات څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان دا دوره تاريخي ده او دې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا شي او نوې اقتصادي دور به پېل شي۔ ده ووئيل سعودي عربستان به پاكستان كښې د توان څانګه كښې هم سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان د توان كمپنۍ پاكستان كښې خوښي لرل خوشبينه دي۔ سعودي عربستان د متبادل توان منصوبو كښې هم سرمايه كاري كول غواړي۔ ميډيا سره خپلو خبرو كښې د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان ووئيل پاكستان د توان څانګ كښې د 50 ٬ 60 ارب ډالرو سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري۔ د راروانو لس كلونو په مهال به متبادل ذريعو څخه د برېښنا پېداوار (انرجی مکس) تر 17 فیصد زياتولې شي كوم چې دا مهال 4 فیصد دې۔ د توان وزير عمر ايوب ووئيل د برېښنا پېداوار كښې 35 څخه تر 40 ارب ډالرو او د ډسټری بیوشن او ټرانسمېشن څانګو اپ ګرېډېشن كښې 15 ارب څخه د زياتو ډالرو سرمايه كارۍ ګنجائش شته۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سعودي ولي عهد پاكستان دورې سره به نه يواځې سعودي سرمايه كارۍ كښې اضافه وشي۔ بلكې دې سره به د نورو هېوادونو سرمايه كار باور بحال كېدو سره سرمايه كارۍ كښې زياتوالې وشي۔ ميډيا سره خاص خبرو كښې د وزيراعظم د تجارت صلاكار عبد الرزاق داؤد ووئيل چې د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې سره د سرمايه كارۍ نوې لارې پرانستلې شي۔ د وزیر اعظم عمران خان د وژن لامله د غېر ملكي سرمايه كارو پاكستان پلو رجحان مخ په زياتېدو دې۔ چین، جاپان، ترکی ، ملائشیاء او نور هېوادونه هم پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ برآمداتو كښې به ډېر زر اضافه وشي۔ ميډيا سره خبرو كښې د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن/ دوهم وزير هارون شريف د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې په مهال د سمجھوتو په اړه ووئيل دې سره د پاكستان په اړه نړۍ ته يو ښه پېغام لاړ شي او ګردې نړۍ څخه به سرمايه كار پاكستان
متعلقہ مضامین
-
سعودي عربستان د سوكالۍ په سفر كښې د پاكستان شراكت دار دے۔ د معيشت پرمختګ لپاره د سعودي عربستان سرمايه كاري ډېره مهمه ده۔ عبد الرزاق داؤد
-
د سعودي ولي عهد او دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې په بشپړېدو شريكه اعلاميه
-
چوهدری فواد حسېن سره د برتانيې د هاٶس آف كامنز غړي فېصل رشيد وليدل
-
د كراچۍ نیب د آمدن څخه په زياتو اثاثو د سندھ اسمبلۍ سپیکر آغا سراج درانی ونيولو
-
خزانې وفاقی وزیر اسد عمر د اے سی سی اے پاکستان د سيورې لاندې دستورې ته خطاب او میډیا سره خبرې
-
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د لائن آف كنټرول دوره وكړه
-
اولس مشر د سېنېټ غونډه سبا ماسپخښېن درې بجې راوبلله
-
نه مو قرض اخستې او نه مو قرض بخښلې ٬ تور لګوٶنكو سندھ او سمټ بانك خوړلې۔ ډاکټر فهمیدہ مرزا
-
د هند لخوا د عمل وړ انټلي جنس معلوماتو راكولو صورت كښې به پاكستان فوري كارروائي كوي۔ په خپل خبره ولاړ يم۔ وزيراعظم عمران خان
-
د اسلامي مرستې تنظيم د شخړيز كشمير رابطه ډلې په سوئېلي آسيا كښې په تاؤ تريخوالي زياتېدو اندېښنه څرګنده كړه٬
-
وزیر اعظم عمران خان سناتور سجاد حسېن طوری سېنېټ كښې د پاکستان تحریك انصاف چیف وهپ غوره كړو
-
پاکستان پیس کلیکټیو د سيورې لاندې ’’په شخړو كښې د ميډيا کردار‘‘ په سرخط نړيوال کنفرنس بحریه پوهنتون اسلام آباد كښې پائې ته ورسيد