اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي د پاکستان دښمنانو له به ماتې وركولې شي’ پاك چین اقتصادی راهدارۍ په حقله ټول قام يو موټې دے ‘ ګوادر كښې د ترهه ګرۍ مقابله كولو كښې د خپل ځان قربانۍ وركوونكو محافظو او د پاکستان وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د احسن اقبال او راجه پرویز اشرف د اړخه د پورته كړو نکاتو په ځواب كښې خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل د ګوادر او سی پیك اهميت څخه څوك هم انکار نه شي كولې، ټول قام په سی پیك يو موټې دے او قام ته معلومه ده چې دا پروژه به سر ته رسولې شي او دې سره به نوې لارې پرانستلې شي۔ ده ووئيل د توان چې كوم کارویډور جوړېږي هغې سره به د سيمې پرمختګ باوري شي۔ده ووئيل ځينې قوتونه په دې كښې خنډان راولاړوي او هم دغه قوتونه په معاشی پرمختګ كښې هم خنډان راولاړوي، د سی پیك په پروژه ټول يو موټې دے۔ ده ووئيل پاکستان چې څنګه نیو کلیئر پروګرام مخ په وړاندې بوتللو له ټول خنډان لرې كړې وو هغسې به د ګوادر کامیابولو او هېواد په اقتصادی توګه مخ پھ وړاندې بوتللو له ټول خنډان لرې كولې شي۔ ده ووئيل ګوادر كښې د ترهه ګرو سره په مقابله كښې د خپل ځان قرباني وركوونكو محافظو او د پاکستان وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې ترهه ګر انجام ته رسولې۔ده ووئيل ټول قام له به په ګډه دغسې قوتونو له ماتې وركول وي، مونږ كه په خپلو كښې چې څومره هم اختلافات لرو خو د قام او پارلمان او هېواد په ګټه به سوده اونه كړې شي۔ ده ووئيل مونږ د خپلو امنيتي چیلنجونو څخه خبر وؤ ځكه د سی پیك لپاره خاص ډویژن جوړ كړې شوې ؤ ۔ ده ووئيل د جنوبی پنجاب په اړه بل وړاندې شوې، دا د تحریك انصاف آئینی وعدہ ده او پی پی پی هم په ذهنی توګه متفق دي ۔ دې څخه وړاندې پخواني وزیراعظم راجه پرویز اشرف ووئيل د آئینی بدلون كولو په وخت رولز نظرانداز كيدې نه شي ‘ د جنوبی پنجاب په اړه چې كوم بل وړاندې شوې هغه وړاندې څخه په سېنېټ كښې موجود دے۔ بلوچستان كښې لويه پېښه شوې ۔ بايد د كورنيو چارو وزير او وزیراعظم پالیسی بیان وركړې ؤ۔ده ووئېل بلوچستان كښې دومره لويه پېښه شوې د هغې جاج اخستلو ته اړټيا وه۔ ۔
متعلقہ مضامین
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
IHC asks authorities to produce five missing persons
-
IHC asks authorities to produce five missing persons
-
Indian court’s shameful verdict is a blatant example of victimization: Wani
-
Imran, others booked for ‘riots and arson’
-
LHC disposes of petition against ‘failure’ to release PTI workers
-
Let’s turn Pakistan into country where public service is defined as politics: PM
-
KP formulates Antimicrobial Resistance Surveillance plan in animal health sector
-
PMLN made Pakistan’s defense impregnable: Muqam
-
Muslim world urged to shun ties with India until Yasin’s release
-
Pak-China plus movement urged for region
-
Education ministry working on National Curriculum Summit