اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت د هېواد معيشت په سم لور روانو لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي٬ اولسي او قامي مفاد د سياسي مفاداتو نه زيات عزیز دي، تحریك انصاف چې د كومو اصلاحات لوظ كړې ٶ سر ته به رسولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ د تحريك انصاف او اتحادي ګوندونو غړو ته پارلمان كښې د بريفنګ په مهال وكړه۔ وزیراعظم عمران خان پارلماني غړي د معاشي استحكام پحقله د حكومتي پاليسو نه خبر كړل٬ وزیراعظم د بجټ نه وړاندې پارلماني غړي په اعتماد كښې واخستل۔ په دې موقع وزیراعظم غړو ته خپلو خپلو حلقو كښې د اولس د ستونزو د هوارولو امر وكړو۔ وزیراعظم د روژې په مياشت كښې اولس ته د زياتو آسانو وركولو هم امر وكړو۔ وزیراعظم پارلماني غړي آئي اېم اېف سره په شويو مذاكراتو اعتماد كښې واخستل۔ وزیراعظم د قامي اسمبلۍ غړي او سناتوران د اثاثې څرګندولو د موجوزه قانون نه هم خبر كړل۔ وزیراعظم ووئيل د قامي مفاداتو او د اولس د حقونو به په هر صورت كښې تحفظ كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل تحريك انصاف چې د كومو اصلاحاتو لوظ كړې دې سر ته به رسولې شي۔ په دې موقع پارلماني غړو وزیراعظم عمران خان ته د خپل بشپړه مرستې باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
Recovery of arms from PTI leader’s house shows real intentions: CM
-
Health dept taking steps to control cholera, diarrhoea: Kh Salman
-
Quality control to accelerate Pakistan mangoes entering Chinese market: report
-
Three arrested for assaulting traffic warden
-
Pakistan participates 17th SCO Forum meeting
-
CM takes notice of clash between student organizations at PU
-
‘All possible support being provided to PC incident victims’
-
ANF seizes over 2,629kg drugs, 39 held
-
Govt extends deadline for depositing Hajj dues
-
28 oganizations win annual GDEIB awards
-
Never drew a single penny from national kitty, PM tells court