اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی) د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ د سيد نويد قمر په مشرۍ كښې اوشو چې پكښې د توان ډويژن د آډټ اعتراضاتو جاج واخستلې شو۔د آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل په نندي پور تهرمل پاور سټېشن كښې د ګنجائش نه لږه برېښنا پیدا كړی كېږي۔پاور پلانټ په 2015 او 2016 كښې د پېداوار ګنجائش نه 91 كروړه 22 لكه يونټه كمه برېښنا پیدا كړی چې ورسره د 9 اربه 12 كروړه 21 لكه روپو زيان شوې ۔د كمېټۍ مشر ووئيل ټهيكدار د لوظ نامې ترمخه ټوله مشينري په خپل ټاكلي وخت كښې لګولې وه٬د توان ډويژن چارواكو غونډه كښې مؤقف خپل كړو چې د كوم وخت سره دا آډټ اعتراض تعلق لري هغه وخت پیداواري يونټ پوره نه وو۔پلانټ تر دوه نيمو مياشتو بند ؤ ٬زمونږ خلقو دغه مشين نه شو چلولې او بيا تر لوظ نامې نه كېدو لا درې اونۍ بند ؤ خو اوس نندي پور پاور پلانټ په بشپړه توګه په اېل اېن جي چلولې شي۔سيد نويد قمر ووئيل دا معامله په نېب كښې هم پرته ده۔د نېب چارواكو ووئيل نېب يوازې د نندي پور پاور پلانټ ون چارو ته ګوري٬د توان ډويژن چارواكو ووئيل دا وخت پاور پلانټ 500 مېګاواټ برېښنا پیدا كوي
متعلقہ مضامین
-
MPs panel approves ECP members from Punjab, KP
-
Global warming poses threats to human lives, aquatic resources
-
Cnergyico wins 16th Occupational Safety, Health and Wellbeing Award
-
VCs show serious concerns over drastic budget cut for higher education sector
-
Yasin punished to give political advantage to criminal Modi: Mushaal
-
Balochistan CM Bizenjo survives no-trust motion
-
Patel urges people to vaccinate children against polio
-
Experts call for a strong policy framework to promote electric vehicles
-
Ghani for timely completion of ADP schemes
-
PTI, PML-N in backchannel talks on snap polls: Qureshi
-
UET Lahore tapes out first microprocessor system
-
Meeting Pak expats an ‘amazing experience’: Israeli president