اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي چې د هند مكروه عزائم ناكامه كولو لپاره ټول پاكستانې قوم متحد دے٬ د آزاد كشمير او پاكستان اولس د كشميريانو په بنيادي حقونو د ډاكې اچولو د هند اقدام رد كړے٬ د مقبوضه كشمير مسلم اكثريت په اقليت كښې د بدلولو سازش به كاميابې ته پرې نه ږدو۔ ده دا خبرې د پارلمان د شريكې غونډې په موقع د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف٬ د جماعت اسلامي امير سراج الحق او د پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف پشمول د پارلمان نورو غړو سره د ملاقات كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ د آزاد كشمير اولس مشر په پارليمنټ هاؤس كښې چې كومو پارليمنټرينز سره ملاقاتونه كړي په هغوي كښې وفاقي وزير خسرو بختيار٬اېم اېن اے اسد عمر٬وفاقي وزيره شيريں مزاري٬وفاقي وزير شفقت محمود٬خواجه محمد آصف٬خرم دستګير٬ډاكټر احسن اقبال٬مريم اورنګزېب٬ډاكټر زبيده جلال٬پيپلز ګوند لارښود نويد قمر، د پارليماني چارو وفاقی وزیر اعظم سواتی ، سناتور ډاكټر عشر ت حسین، وفاقی وزیر شهر یار آفریدی او نور شامل وو۔اولس مشر سردار مسعود خان ووئيل چې د آزاد كشمير او پاكستان اولس د هند حكومت د كشمير خاص حېثيت ختمولو او د كشميريانو بنيادي حقونو ډاكه اچول د هند اقدام مسترد كولو سره دا ښكاره كول غواړي چې شخړيز كشمير يو نيم كروړ كشميريانو سباؤن معامله ده كومې ته چې د ملګرو ملتونو قراردادونو په صورت كښې نړيوال تحفظ ترلاسه دې
متعلقہ مضامین
-
Higher education budget raised by 20pc in fiscal budget 2022-23: Rana Tanvir
-
Opposition rejects KP budget, terms figures ‘unrealistic’
-
KP rolls out Rs 1.32 trillion balanced budget
-
Two engineers, two coal miners abducted in Quetta
-
Argentinian CJS calls on Air chief
-
Pakistan wins terror financing case against NBP in New York court
-
Punjab govt earmarks Rs19.40b for livestock and dairy development
-
Scuffles, sloganeering mar SA budget session
-
KP govt provides Rs30m assistance to minorities
-
Briefing to NSC based on intelligence, not opinion
-
Govt withdraws subsidy on electricity bills
-
Pakistan, Iran enjoy multi-dimensional ties