اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور د آزاد كشمير د تاسيس ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئېلي دي نن ورځ د آزاد كشمير په هلو ځلو كښې مهم مقام لري او دا ورځ د دې لوظ د پخلي ورځ هم ده٬چې مونږ به د مقبوضه كشمير اولس ته د آزادۍ نعمت وركوو ٬ده ووئيل نن مونږ له خپل عزم ته بيا د سره تقويت وركول دي چې مونږ به د مقبوضه كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره تر آخري حده ځو او په ټوله نړۍ كښې به د هند بدنما څېره څرګندوو۔ده ووئيل په كوم موثر انداز چې وزيراعظم عمران خان د عمومي اسملۍ غونډې ته خپله وېنا كښې دا مسئله رامخې ته كړې د هغې په وروستيو كښې مثال نه موندلې كېږي۔ده ووئيل د حكومت متحركه او مؤثره سفارتكارۍ له امله د كشمير مسئله نن د نړۍ په هر فورم د بحث لاندې ده او نړۍ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په بدترينه صورتحال د خپلو تحفظاتو څرګندونه كوي۔وفاقې وزير ووئيل پاكستان د هند د هر ډول جارحيت او منفي ډنډورې په موثره ډول مقابله كوي٬نن نړۍ د مودي د انتهاپسند حكومت او د آر اېس اېس څخه نړيوال امن ته خطر محسوسوي٬د مقبوضه كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره به تر آخري حده ځو او په ټوله نړۍ كښې به د هند بدرنګه څېره څرګندوو۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې مونږ له به په دې ولوله د كشميريانو حقونو له د غږ پورته كولو لړۍ روانه ساتل وي دغسې چې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې كشميريانو ته د هغوي حق خوداراديت ترلاسه شي
متعلقہ مضامین
-
Floods damage bring havoc to road infrastructure
-
Relief, rehabilitation activities continue in Swat: minister
-
Commander Peshawar Corps visits flood-hit areas in Swat
-
IHC suspends PEMRA ban on Imran’s live speeches
-
PM assures transparency in flood relief operations
-
PR teams working hard to restore rail service in flood-hit areas
-
Govt asks SC to dismiss Imran’s plea against NAB amendments
-
Geelani a symbol of Kashmir freedom
-
3 million children
-
1973 once again
-
PAF dedicates maximum resources for operations in flood-hit areas
-
‘Game-changer’ Mohammad Nawaz savours all-rounder role after Asia Cup win against India