اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ وئيلي د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور د ګولۍ چلولو او مړو كولو بيان د هغه د ناكامۍ اعتراف دے ٬ هغه د خېبر پښتونخوا حكومت چلولو قابل نه دے،په اسلام آباد او پنجاب د لشكر كشۍ دهړكې د 9 مئي بيا كولو اعلان دے۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د ګولۍ چلولو په بيان د اتوار په ورح په خپل ردعمل كښې وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د سپكو تورو څخه اوس د ګولو په چلولو راغلے ، دې سره هغه خپل زيان كوي،د كوم بل چا نه۔ پي ټي آئي صوبائي حكومت كوم هم بيان ، كوم هم اقدام او كومه هم رويه جمهوري، سياسي او پارليماني نه ده۔ده ووئيل چرې ئې هم دا نه دي وئيلي چې مونږ به د تعليم، صحت، روزګار، معاشي ښه والي په ميدانونو كښې مقابله كوو۔ وفاقي وزير ووئيل انقلاب كه راوستل وي نو د صحت، تعليم او اولسي ښېګرې منصوبو كښې دې راولي ، كے پي كښې د كرپشن او نا اهلۍ انتها ده، اصل مقابله دا وه چې وفاق او پنجاب په شان د برېښنا صارفينو له د خېبرپښتونخوا حكومت په خپله صوبه كښې څه ريليف وركړې ؤ، اصل مقابله دا وه چې روغتونونو ، سكولونو جوړولو سره ئې د اولس د خذمت څه ريكارډ جوړ كړې ؤ۔ده ووئيل صدر شي جن پنګ دوره په دھرنو ناكامه كونكې اوس د اېس سي او غونډي په موقع بيا فساد كول غواړي۔ عطاءالله تارړ ووئيل پاكستان ډيفالټ ته رسولو سره پي ټي آئي ته تكليف دے چې پاكستان معاشي بحالۍ په لاره ولي روان دے، اوس د زياتي ګرانۍ سره مخ كونكو ته تكليف دے چې ولي ګراني د 32 فيصده څخه 9.6 فيصد ته راغلي۔ده ووئيل سپكو تورو ، ګولۍ او ټوپك سره ګراني نه كميږي نه بے روزګاري، 11 كلونو راهسې خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي لوت م ار روان دے۔ ده ووئيل وزيراعظم شهبازشريف د فلسطينيانو حمايت كړې او اسرائيل له ئې ځواب وركړې، پاكستان كښې د اسرائيل ايجنټانو ته په دې تكليف رسيدلې۔
متعلقہ مضامین
-
Senior journalist Ayaz Amir’s daughter-in-law found dead in Islamabad
-
Shehryar Afridi’s residence attacked with hand grenade
-
CTD kills two alleged terrorists in Khuzdar
-
Man arrested in Karachi for harassing Turkish vlogger
-
24 dead after boat sinks in Bangladesh
-
(UN)SAFE HOUSE
-
Diphtheria outbreak in Sindh kills 10 children
-
Transgender Act: Senate to consult scholars, Islamic council if required, says Sanjrani
-
Mikaal Zulfiqar shows interest in Bollywood actresses
-
Pakistan has come out of int’l isolation due to present govt’s efforts: PM
-
Dar to improve country’s economy: minister
-
PM effectively highlighted climate change impacts on Pakistan in UNGA: Tarar