اسلام آباد۔8اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په پېښور کښې د افغان کډوالو د کمېشنرۍ د دوه اهلكارو د نوكرۍ څخه د اخوا كولو او د 5 لكه روپو جرمانې سزا په ځائې د ساتلو امر كړے دے۔ صدر مملكت د ادارې چيف فنانس آفيسر او پراجېكټ ډائرېكټر ته دا سزا د جنسي ځورونې د تور په ثابتېدو وركړې۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې وفاقي وزير ډاكټر عارف علوي د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د دواړو چارواكو اپيلونه مسترد كړل۔ په خپل امر كښې ډاكټر عارف علوي ووئيل چې داسې كسان نه يوازې د هېواد تاثر ته زيان رسوي بلكې داسې پېښه كار كولو كښې د مېرمنو تذبذب او يرې سره د مخ كېدو سبب هم ګرځي۔ ده ووئيل دا د رياست فرض دي چې هغه د مېرمنو په ضد د دې ډول ناوړه پېښو مخنيوي وكړي۔ د اعلامیې له مخې صدر مملكت د تورونو لخوا د تورونو په پخواني دښمنۍ د اډانه كېدو موقف هم مسترد كړو۔ ده ووئيل كومه هم مېرمن د سړي يا ملګري په ضد د جنسي ځورونې د دروغو شكايت لګولې نه شي۔ دا ډول شكايت د مېرمنې عزت ته زيان رسوي۔ صدر مملكت ووئيل د دواړو اهلكارو په ضد د تورونو په تائيد كښې ريكارډ موجود دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دوه مېرمنو اهلكارو د ادارې په چيف فنانس آفيسر (سي اېف يو) او پراجېكټ ډائرېكټر (پی ډی) د جنسي ځورونې تور لګولے وو۔ محتسب د دواړو اهلكارو د ملازمت نه د برطرف كولو او د 5 ٬ 5 لكه روپو جرمانې سزا وركړې وه۔ دواړو تورنو د پرېكړې په ضد صدر مملكت ته اپيل وكړو۔ صدر د دواړو په ضد په ريكارډ موجود ثبوتونه كتلو نه وروستو اپيل مسترد كړو۔
متعلقہ مضامین
-
Govt taking all measures to contain coronavirus: Dr Yasmin
-
Scourge of corruption tarnishes beauty of society: NAB
-
Fake COVID-19 vaccine entry made using Nawaz Sharif’s name
-
Punjab govt decides to lift COVID-19 restrictions
-
Paragon reference hearing adjourned till Oct 12
-
Pak-Saudi leadership capable to lead world: president
-
Dengue on the rise in Punjab ,92 more test positive
-
SCB donates Rs23.29m to Mayo Hospital Lahore
-
Eight suspects arrested in intelligence based raids by CTD Punjab
-
Get ready for protest against inflation, Shehbaz tells nation
-
Taliban laud Pakistan for supporting Afghanistan
-
Govt prepares customised brand for tourism promotion