اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) د فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير چوهدري طارق بشير چيمه وئيلي دي زراعت د هېواد په پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ وزيراعظم كسان پيكيج منظور كړے كوم چې زه پخپله مانيټر كوم٬ وزيراعظم كر كېلې لپاره د پور وركړه هم زياته كړې ٬ بلوچستان او سندھ كښې د سېلاب له ماله فصلونه تباه شوي۔ وفاقي وزير طارق بشير چيمه د شورو په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ووئيل هېواد د ستونزو نه رابهر كولو كښې د كروندګرو كردار مهم دے٬ د ناقص پاليسيو په سبب نن مونږ زرعي مصنوعات درآمد كوٶ۔ ده ووئيل د هېواد په 21 مېليونه اېكړه زمكه د غنمو كر بشپړ شوے كوم چې د مجموعي كروندې جوګه زمكې 91 فيصد ده او دا د ډاډ وړ خبره ده چې كروندګرو د ستونزمنې وضعې باوجود د غمنو كر كړے، پاتې كر به هم په يو څو ورځو كښې بشپړ شي او ان شآء الله اميد لرو چې غنم به د بهر نه نه راغواړو۔ ده ووئيل كوم بېنكونه چې كسان پېكېج ډيل كوي د ھغوي كاركردګي تر ډېره حده بهتر ده ، په سېلاب ځپلو سيمو كښې چې كومې قرضې وركړې شوي په ھغې مارك اپ ختموٶ٬ د دې قرضو نيم مارك اپ به وفاقي حكومت او نيم به بېنكونه برداشت كوي، په دې لړ كښې سټېټ بېنك اعلاميه جاري كړې او سركلر ئې هم ټولو بېنكونو ته كړے۔ ده ووئيل وزيراعظم تر پنځو كالو د استعمال شوو ټرېكټرز د درآمد كولو اجازه هم وركړې او په سپيئر پارټس ئې ډيوټي 15 فيصد كړې ۔ طارق بشير چيمه ووئيل وزيراعظم د ډي اے پي سرې بيعه تر 2500 روپو ټيټه كړې چې ورسره د سرې د يوې بورۍ بيعه يوولس زره مقرر شوې او په موجوده ماركيټ كښې د ډي اے پي يوه بورۍ په نهه زر خرڅېږي او په ماركيټ كښې په زيات مقدار موجود ده۔ ده ووئيل په غېر ملكي يوريا هم 30 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې او ټولو صوبو ته د وزيراعظم لخوا د اېكشن اخستو امر جاري شوے
متعلقہ مضامین
-
Senate body decries lacks of groundwater statistics
-
Karachi private school’s registration suspended after hidden cameras found in washroom
-
Steps on to further strengthen DRAP: Dr. Faisal
-
Promotion of female education govt focus: Farrukh
-
P&SHD joins hands with schools against measles
-
ECP’s report on Daska by-poll being ‘distorted’
-
19 hoarders, profiteers arrested in Rawalpindi, businesses sealed
-
OIC to continue supporting Kashmiris’ struggle: envoy
-
Pakistan’s first eco-friendly plastic road to be open in F9 park Islamabad soon
-
Govt taking various steps to further strengthen DRAP: Dr. Faisal
-
Mafia making all out effort to flop government: Gill
-
Afghanistan FM Amir Khan Muttaqi to visit Pakistan on Nov 10