اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د محسن نقوي د لنډ مهاله وزيراعلی په حېث تقرري د يو پراسس بشپړېدو څخه وروستو شوې ٬په دې اړه دالېكشن كمېشن پرېكړه په كوم هم فورم چېلنج كېدې نه شي٬ د عمران خان امریکا ،اسټېبلشمنټ مخالف بيانيه ختمه شوې ٬ يوه بيانيه يۍ باتې ده چې اقتدار راكړې ۔ ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ د دفاع وزير ووئيل محسن نقوي ته د پنجاب د لنډ مهاله وزيراعلی په حېث د سوګند په پورته كولو مباركي وركوم٬ د ده په نګرانۍ كښې به پنجاب كښې كه لوي څښتن ته منظور وي سپېځلې ټاكنې وشي۔ دغسې الېكشن كمېشن ته هم مباركي وركوم كوم چې د آئين له مخې پرېكړه كړې ۔ ده ووئيل په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د آئين له مخې پرېكړې شوې۔ ده ووئيل عمران خان يوه ناكامه منصوبه ده كوم چې يو وارې بيا سياست ته راتلل غواړي۔ ده ووئيل كه په تاريخي توګه وكتلے شي نو عمران خان چې كله هم د قامي اسمبلۍ غړے جوړ شوے نو استعفي ئې وركړې ش۔ يو اړخ ته په 8 ٬ 8 چوكو ټاكنې كوي ٬ بيا استعفی وركوي او بيا ټاكنې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د لنډ مهال وزيراعلی ټاكنه د يو پراسس بشپړېدو څخه وروستو شوې ځكه د الېكشن كمېشن دا پرېكړه په كوم هم فورم چېلنج كېدې نه شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا مهال د پاكستان يو انچ زمكه هم د ترهګرو تر ولقې لاندې نشته٬ زمونږ د ګاونډيانو خاوره بايد زمونږ په ضد ونه كارولې شي۔ ده ووئيل د تېرو 40 كالو راهسې پاكستان افغان وګړو لپاره د پناه ځاے پاتې شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ځايي حكومتونو ته بايد بشپړ اختيار وركړے شي او د زده كړو پشمول نورې څانګې دې هم ځايې حكومتونو سره پاتې كړې شي
متعلقہ مضامین
-
د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه لېفټيننټ جنرل جاوېد محمود بخاري د بهاولپور كور كمانډر تعينات كړو۔آئي اېس پي آر
-
اولس مشر ممنون حسېن د سېنېټ غونډه د اګست په 27مه نېټه راوبلله
-
د قومي اسمبلۍ د نويو ټاكل شويو غړو اسانيې او لارښونې لپاره د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ په كمېټي روم نمبر 2 كښې د استقباليه خاص كاؤنټرز جوړ كړے شول
-
د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ كېدونكې غونډې لپاره د خالي په ورځ هم تياري روانه وه
-
د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د وژن په رڼا كښې خوږ وطن د امن ٬ پرمختګ او خوشحالې مركز د جوړولو عزم پخلي سره به د آزادې 71مه ورځ ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په ملي جوش او جذبه لمانځلې شي
-
د بلوچستان نګران وزيراعلٰي علاؤالدين مري په كوئټه كښې د بېرغ هسكولو دستورې ته وېنا
-
چيف جسټس ميا ثاقب نثار سره د مري بريوري چيف ايګزېكټو اسټفن يار بهنډارا وليدل
-
د نوې وزيراعظم ټاكنه به د جمعې په ورځ كېږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر
-
د هند دورې يوازنې مقصد د پخواني وزيراعظم واجپائي كورنۍ٬ خپلو خپلوانو ٬ د هند دولت او اولس سره د پاكستان اولس او حكومت لخوا د غمرازۍ څرګندونه او د ھغوي په غم كښې شريكېدل دي
-
د بلوچستان نوې ټاكلې شوې اعلی وزير به نن ماښام د خپلې چوكۍ څوګند پورته كوي۔ د بلوچستان ګورنر هاؤس وياند
-
تېر حكومت خپله 5 كلنه موده كښې د تېرو 65 كلونو په مهال اخستې شوې قرضې په مقابله كښې زياته قرضه اخستې۔ تحقيقي راپور
-
كوز دير كښې د اسلاميات څانګې 5 سكالرانو اېم فل وكړو