اسلام آباد 10 فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د كورنيو چارو وفاقي وزير ته د څلورو واړو صوبو دورې كولو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي چې كوم هم ډول سيكورټي ليپس برداشت كولې نه شي٬د امن او امان په اړه د وفاق او صوبو ترمينځه رابطه او همغږي دې ښه كړې شي٬په ټولو صوبو كښې دې د كاؤنټر ټيرارزم ډيپارټمنټس د كار په استعداد كښې ښه والي لپاره موثر اقدامات وكړې شي٬په ايپكس كمېټۍ كښې په شويو پريكړو دې بشپړه عملدرآمد باوري كړی شي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال يوه مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې په څلورو واړو صوبو٬اسلام آباد٬ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير د امنيت په چارو هم جائزه واخستلې شوه۔د غونډې ګډون كونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې د وګړو حفاظت د حكومت وړومبي ذمه واريده په دې لړ كښې د بېغورۍ هېڅ ګنجائش نشته او كوم ډول سيكورټي ليپس به برداشت كولې نه شي۔وزيراعظم د كورنيو چرو وفاقي وزير ته د څلورو واړو صوبو دورې كولو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي چې د امن او امان په اړه د وفاق او صوبو ترمينځه رابطه او همغږي دې ښه كړې شي۔ده سپارښتنه كړې چې په ټولو صوبو كښې دې د كاؤنټر ټيرارزم ډيپارټمنټس د كار په استعداد كښې ښه والي لپاره موثر اقدامات وكړې شي۔ده تاكيد كړی چې ايپكس كمېټۍ كښې دې په شويو پريكړو بشپړه عملدرآمد باوري كړی شي۔غونډې ته وئېلي شوي د هېواد په لويو ښارونو كښې سيف سټي پروژې لا موثر جوړولو اقدامات دې وكړی شي۔غونډې ته وئېلي شوي چې د وزيراعظم په هدايت وفاقي داخله سېكرټري په دې وروستيو كښې د څلورو واړو صوبو دوره كړې چې پكښې د امن او امان په اړه صوب ته رامخې ته شوې مسئلې او د ضرورت وسائلو جائزه اخستلې شوې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان٬د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي٬جهانزېب خان٬د څلورو صوبو٬ګلګت بلتستان٬آزاد جمو كشمير چيف سېكرټريز٬د اسلام آباد كيپټل ټيريټري چيف كمشنر٬د څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان٬آزاد كشمير اسلام آباد پوليس آئي جيز او اړوند سركاري افسرانو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Lahore second most polluted city after New Delhi
-
KE renovates government school in Karachi
-
Sports ground, state land worth 210mln retrieved in Punjab
-
Global drive against gender-based violence starts
-
Elite capture, lack of rule of law hampered Pakistan’s progress
-
AJK PM discusses IIOJK situation with Sindh CM
-
8 more schools sealed in Peshawar for refusing vaccination
-
Corps Commander Peshawar calls on KP CM
-
No argument at COP-26 with SAPM: Zartaj
-
Court can’t play into hands of those behind audio leaks
-
Lahore returns to the top list of cities with worst air quality
-
74pc youth consider climate change big challenge for Pakistan: report