انقرہ۔16فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د تركيه صدر رجب طیب اردوان سره ملاقات وكړو او هغه سره يۍ د تباهي خپرونكې زلزلې له امله د قيمتي بشري ځانونو په زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته صدارتي محل ته په رسېد ترك صدر رجب طيب اردوان هركلې ووې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق فاطمي او د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی چیئرمین لېفټېننټ جنرل انعام حېدر هم وزيراعظم سره وو۔ تركيه ته د روانېدو نه وړاندې شهباز شريف په خپل يو ټويټ كښې ووئيل چې هغه د پاكستان اولس او حكومت لخوا د خپل ترك وروڼو او خوېندو لپاره د يو والي او ملاتړ پېغام اوړولو سره تركيه ته روانېږم۔ ده ووئيل مونږ د ترك اولس زيان خپل زيان ګڼو۔ ده ووئيل زه به رجب طيب اردوان سره د ملاقات نه علاوه د سوئيلي تركيه د زلزله ځپليو سيمو دوره هم كوم۔ وزيراعظم په 6 فروري صدر طيب رجب اردوان سره ټېلېفوني خبرې وكړې او ده ته يۍ د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔ د ترك اولس مرستې له ټول ترلاسه وسائل په بشپړه توګه متحرك كړې شوي دي او وزيراعظم په ذاتي توګه د مرستې چارو نګراني كوي۔ پاكستان او تركيه يو بل سره د ورورلۍ ژورې اړيكې لري ٬ دواړه هېوادونه د ازمېښت او مصيبت په وخت د يو بل ترڅنګ پاتې شوي دي۔
متعلقہ مضامین
-
In two weeks, PM Imran Khan will inaugurate the Green Line Bus Project: Umar Asad
-
SC dismisses plea seeking dismissal of NADRA officer
-
Land transfer to Indian forces is a demographic terrorism in IIOJK: Shehryar
-
No irregularities committed in EEC disbursements: Sania
-
Mini-budget would prove final blow for Pakistan, says Shehbaz
-
Mahira Khan faces harsh criticism for promoting emotionally abusive and toxic relationships
-
Culture of ‘pressuring’ courts must end now
-
Pakistani man, wife, two little boys die in Spain squat fire
-
UN asked to play role for release of IIOJK detainees
-
PPP, PML-N should learn to stand on their feet first
-
Dengue death toll this year more than double of 2019
-
Punjab reports 155 new dengue cases