اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې مکافات عمل څه وي ٬ قام ته په نظر راځي،د نورو د ناروغۍ مذاق كونكې په وهیل چیئر عدالت ته د نه تللو بهانه كوي٬ عمران خان ته چې د چا څخه خطر دے عدالت ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خوله بنده كړي ، د کلثوم نواز د ناروغۍ او بيا د مرګ ،د نواز شریف د ناروغۍ او د شهباز شریف د ملا د درد مذاق كونكې نن په وهیل چئیر كېښناستلو سره دروغ وائي۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقی وزیر اطلاعات مرېم اورنګزیب عمران خان له چیلنج وركړو چې چا څخه هغه ته خطر دې عدالت ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خپله خوله بنده كړي۔ مرېم اورنګزیب ووئيل فارن ایجنټ د حالاتو له مخې سکرپټ او شكل جوړوي ، د نيولو د ويري هغه د كټ لاندي او ضمانت خارجيدو د ويري د وهیل چیئر ډرامه كوي۔ دي ووئيل فارن ایجنټ په پښو فشار نه ، د هغه په مزغو سازشی فشار دې۔ مرېم اورنګزیب ووئيل عمران خان ته چې د چا څخه هغه ته خطر دې عدالت ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خپله خوله بنده كړي۔دي ووئيل عمران خان ته خطر اوس يواځي د فارن فنډنګ، توشه خانه، ټیریان کیس څخه دې ځكه هغه دې لپاره ګولی، پلستر، ډبے، وهیل چیئر او د الیکشن بهانا جوړوي۔دي ووئيل كله چې هم عمران خان عدالت رابلي نو هغه د ګولی، پلستر، معذوری، بالټی ډبه بهانه كوي او اوس د وهیل چیئر ډرامه كوي۔دي ووئيل عمران خان اول د خپل حكومت ختميدو ملبه په امریکا اچولي ، سائفر ډرامه ئې كړي ، بيا ئې د امریکا څخه بخښنه غوښتلو سره په جنرل باجوه، بيا په آصف علی زرداری او بيا په محسن نقوی ملبه اچولي۔دي ووئيل عمران خان څلور كاله ناکامیو او اسمبلیو ماتولو ملبه په جنرل باجوه اچولي ، شهيدانو ، ادارو او د هغي د قیادت په ضد ئې يو ناوړه كمپائن چلولو سره تورونه لګولي۔دي ووئيل چیف جسټس په عكس پښي اېښودلو لپاره هم د بهر راوتللو كال عمران خان وركړې ؤ۔
متعلقہ مضامین
-
د خېبر پښتونخوا بونیر ضلع كښې د قدرتی آفتونو مخنيوي له د ماډل یونټ په جوړولو كار تندۍ سره روان دې
-
وفاقي وزيرې ډاكټر شرين مزاري سره د پنجاب د بشري حقونو او اقليتي چارو وزير اعجاز عالم ملاقات
-
قام دې د شين او پاك پاكستان كمپائن كاميابۍ لپاره بشپړه مرسته وكړي
-
د نرسنګ ادارې اب ګرېډ كولو لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي
-
وړاندې به لوئې او وړوكې لپاره بېل بېل قانون ؤ ولې موجوده حكومت كښې د قانون وړاندې ټول يو برابر دي
-
حكومت په هېواد كښې د كاروباري لګښت كمولو او كاروباري طبقو له هر ممكنه مرسته او آسانۍ وركولو سره د كاروبار په لړ كښې د هېواد رينكنګ ښه كولو له عزم لری
-
وزیراعظم عمران خان په 2 ورځنۍ سرکاری دوره سعودی عرب ته لاړ
-
پخواني حكومت د داسو بند پحقله غلط بياني كړې او قام ته ئې دروغ وئيلي
-
امنيتي ځواك د كارروائۍ په مهال مچھ ته نزدې د وسلې او چاؤدېدونكو توكو كھېپ ونيولو
-
د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار سره د چائنه روډ وبرېج كارپورېشن چيف فنانشل آفيسر ډونګ في تونګ په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات
-
د اپوزېشن ګوندونو ترمينځه لرې والې كمېږي
-
د قومي اسمبلۍ ننۍ غونډې ايجنډا جاري كړې شوه