اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي چې پاکستان د پوليو سرويلنس حساس ترين نظام لري ٬ پوليو پروګرام په هېواد كښې هر ځائ د وائرس مخنيوي لپاره چمتو دے ٬ د پاکستان پوليو پروګرام له مخې د صحت قامي اداره كښې جوړ د پاكستان پوليو لېب كوم چې د صحت د نړيوالې ادارې ريجنل ريفرنس لېب هم دے له مخې د پېنډۍ په صفدر آباد سيمه كښې په لسم اګست اخستې شوې ماحولياتي نمونو كښې پوليو وائرس موجود دي كوم چې په جنياتي توګه په افغانستان كښې موجود وائرس سره تړون لري٬ سږ كال دا پېنډۍ څخه دوېمه مثبت ماحولياتي نمونه ده د دې نه وړاندې په جولائي كښې سرائے كله څخه اخستې شوې نمونو كښې وائرس موندلے شوے وو او ھغه هم په جنياتي توګه د افغانستان وائرس سره تړون لرلو۔ ډاکټر نديم جان ووئيل په ماحول كښې د پوليو وائرس موجودګي د تشويش وړ ده ځكه چې وائرس كوچنيانو لپاره خطر دے۔ ده ووئيل كوچنيان د معذورۍ نه ساتلو لپاره موثره طريقه واكسين دے٬ مور پلار دې دا خبره باوري كري چې د دوي ماشومانو ته د پوليو واكسين يو شمېر خوراك ترلاسه شي دغسې چې د پوليو وائرس څخه د دوي تحفظ وشي۔ په دې موقع د نېشنل اېمرجنسي اپرېشنز سنټر کوآرډينيټر ډاکټر شهزاد بېك هم موجود ٶ۔
متعلقہ مضامین
-
Court adjourns hearing of Ramzan Sugar Mills case till 15th
-
Court orders demolition of Al-Jannat Residency in Karachi
-
PTI launches consultation to allocate significant funds for mega projects in South Punjab
-
Indian society in sharp decline under Modi leadership: Fawad
-
Shireen Mazari receives certificate from PM
-
People have rejected looters, plunderers, says Shafqat
-
Court to indict Shehbaz, Hamza on 18th
-
Opp to get surprise on tabling no-confidence motion: Fawad
-
PM condoles demise of Arif Raz
-
Pakistan, China can cooperate in promoting winter games
-
Youth must play their role in exposing Indian atrocities: Mashaal
-
People in IIOJK living a hellish life under shadow of war: APHC