دبئی۔2دسمبر(اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په کلائیمېټ چېنج اېکشنز عملدرآمد لپاره د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د ضرورتونو په ترسره كولو زور راوړلو سره وئيلي دي چې د موسمیاتی چېلنجونو مخنيوي لپاره د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ضرورت 100 اربه ډالره څخه زيات دے٬ تر كال
2030 پرمختګ كوؤنكي هېوادونه ضرورتونه ترسره كولو له لږ تر لږ 6 ټریلین ډالرو ته اړتيا لري٬ مونږ له به خپلو راروانو نسلونو لپاره نړۍ محفوظه جوړول وي٬ په نړيوال مالياتي نظام كښې اصلاحات ضروري دي۔ د خالي په ورځ ګلوبل سټاک ټېک (جی اېس ټی) او عملدرآمد سره اړوند د لوړې كچې ګردي مېز كنفرنس ته خپل خطاب كښې وزيراعظم د كوپ 28 مهم كنفرنس په كولو د جي اېس ټي د اعلی كچې مشرتابه مننه وكړه۔ ده د دې مهمې دستورې په كوربتوب كولو د متحده عرب امارات د مشرتابه مننه هم وكړه۔ وزیراعظم ووئيل مونږ دلته دې مقصد لپاره راجمع شوي يؤ چې راتلونكو نسلونو لپاره نړۍ محفوظه جوړولو سره دا د وسېدو قابله جوړه كړو۔ دې لپاره راجمع شوې يؤ چې د موسمیاتی بدلونونو شدت دلاسه د رامخې ته شويو سختو چېلنجونو اعتراف وكړے شؤ۔ وزیراعظم ووئيل د عملدرآمد او ملاتړ تصور د جي اېس ټي د رپورټ تنقيدي اړخ دے او زمونږ بشپړه موقف دا دے چې په دې د خيالاتو څرګندونه په کوپ 28 كښې د کور آف کلائیمیټ چینج مذاکراتو كښې وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل فنانس د کلائیمېټ اېکشن مهم ضرورت دے۔ د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ضرورت 100 اربه ډالره څخه زيات دے٬ تر كال 2030 پرمختګ كوؤنكي هېوادونه ضرورتونه ترسره كولو له لږ تر لږ 6 ټریلین ډالرو ته اړتيا لري۔ پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ته ووئيلې شؤ چې د دوئي اقدامات كم دي ٬ د موسمياتي بدلونو د تحفظ اقداماتو لپاره تر 2030 د كال ه سر 387 بلين ډالره ته اړتيا ده۔ دا مهال موجوده وسائل 21 بلين ډالر دي۔ موسمياتي بدلونونو لپاره هر كال نزدې 400 بلینه ډالره ته اړتيا او تر كال 2050 به هر كال يو څخه تر 2 ټريلينه ډالرو ته اړتيا وي۔ وزیراعظم ووئيل په كوپ كښې د وسائلو او ضرورت ترمينځه فرق ختمولو ته به پام ګرځول وي۔ وزيراعظم په پرمختګ كړو هېوادونو زور راوړو چې هغه دې د پېرس لوظنامې لاندې د لوظونو پالل باوري كولو سره د مالي مرستې رفتار ګړندې كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې جی اېس ټی دې منظور شوي د موسمیاتی بدلون ټېكنالوجۍ او منتقلۍ ته وده وركولو له فعاله پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د كار په استعداد كښې د اضافې كولو جوګه كړې شي۔ وزیراعظم زياته كړه چې په نړيواله مالياتي اډانه كښې به اضلاحات هم كول وي۔ د ټېكنالوجي منتقل په اړه وزيراعظم انوار الحق ووئيل مونږ بنيادي او د زيات اخراج كوؤنكو څانګو ته د پام ګرځولو وړاندې وركړے دے۔ استعداد كار كښې په زياتوالي خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پرمختګ كوؤنكي هېوادونه به د ملګرو ملتونو په نظام كښې مرستيال او هم آهنګ كول وي
متعلقہ مضامین
-
Transgender have potential to play key role in development of society: Experts
-
Govt taking measures to promote tourism: Khawar
-
Pakistan condemns illegal closure of educational institute in IIOJK
-
NA Secretariat asks speaker to summon session before 22nd
-
Election office opened for Prince Shaukat-ul-Mulk in Drosh Tehsil
-
World silence on Indian atrocities against Muslims a crime: Sarwar
-
Pakistan down Bangladesh in Triangular T20 Blind Cricket Tournament
-
Govt to launch satellite monitoring based State of Forest Report: Amin
-
UNGA declares March 15 as International Day to Combat Islamophobia
-
Missile launch appears to be an ‘accident’: US
-
Pakistan’s irrigation network serving around 45 million acres land
-
No-trust motion: MQM hints at backing opp if ‘conditions met’