اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ اروپائي ائتلاف د سېلاب ځپليو بحالۍ كښې بشپړه مرسته كړې٬ د نګران وزيراعظم په مشرۍ كښی د پاكستان سوكالي او د معيشت بهتري زمونږ ايجنډا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اروپائي ائتلاف سفير رينا كيونكا سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده ووئيل ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوشی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سفیر نګران وفاقي وزير ته د روغتيا وفاقي وزير په حېث د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركولو سره ووئيل نړۍ د پوليو ختمولو له ستا هڅو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل د روغتيا په څانګو كښې به همكاري روانه ساتلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان اروپائي يونين سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف د سېلاب ځپليو بحالۍ كښې بشپړه مرسته وكړه۔ ده ووئيل د نګران وزيراعظم په مشرۍ كښی د پاكستان سوكالي او د معيشت بهتري زمونږ ايجنډا ده۔ ده ووئيل ما د افغانستان د روغتيا وزير ته خط ليكلې او هغه ته مې د پاكستان دورې بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل تر كومې چې افغانستان څخه پوليو ختمه شوې نه وي پاكستان كښې به د دې خطر موجود وي۔ ده ووئيل په پاک افغان پوله د وائرس مخنيوي له تګلاره جوړولې شي۔ ده ووئيل پاکستان به ډېر زر په ګلوبل هېلتھ سېکورټی ايجنډا د لوړې كچې غونډې كوربتوب وكړي۔ غونډه كښې به ګردې نړۍ څخه پوهان او سټېک هولډرز ګډون كوي۔ ده د اروپائي ائتلاف سفير ته هم په ګلوبل هېلت سکیورټی سمټ كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
CDA staff’s holidays suspended for OIC meeting
-
Can decide on floor crossing only after receiving declaration: ECP
-
Moonis Elahi in London on ‘politically important’ visit
-
Pak vs Aus: T20I, ODI matches shifted to Lahore says Sheikh Rasheed
-
23 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
City School holds Long Service Awards 2022
-
Section 144 imposed for two months in Islamabad
-
Serena Hotel celebrates 20th anniversary
-
PTI enjoys public, parliamentary support in KP: CM
-
Religious scholars should host Ramazan transmission to avert controversies: Noor Qadri
-
Experts stress joint efforts to ensure enabling future for persons with disabilities
-
Preparations to celebrate Pakistan Day in full swing