اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي چې د پاکستان او اطاليا ترمينځه د كركيلې ٬ ټېكنالوجۍ ٬ زده كړو او سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ او تجارتي رابطو ته به وده وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښی د اطاليا سلفير اېنډرېس فرارس سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د جمعې په ورځ د مخه ښې ملاقات كولو۔ په ملاقات كښی نګران وزيراعظم دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو او بېلو څانګو كښې همكارۍ لپاره د موده ترسره كوؤنكي سفير د خذماتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان اطاليا سره د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې لري۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه مائېګرېشن، زرعی ټېکنالوجۍ، زده كړو ٬ سېلګرۍ ٬ تجارت او سرمايه كارۍ كښی همكارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ د اطاليا سفير په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال په مثالي مرسته د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ ده وزيراعظم د خپلې سفارتي مودې په مهال شوي مهم پېشرفت څخه هم خبر كړو۔ ده د اطاليا په اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستانيانو د قدر وړ خذمات وستائل۔ وزیراعظم د وظيفه ترسره كوؤنكي سفير د سباؤن ذمه وارو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan urges UN to counter Islamophobia that threatens Muslims’ rights
-
680-tons waste disposed of during Eid holidays
-
Aleem Khan and Jahangir Tareen wanted illegal favors from me: Imran Khan
-
LHC disposes of IGP’s plea against show-cause notice
-
PM desires to further enhance Pak-EU multi-faceted ties
-
Ulema for action against miscreants for violating sanctity of Masjid-e-Nabvi
-
Administrator focused to streamline drainage network
-
Sharjeel vows all out efforts for timely completion of BRT Red Line project
-
Man shoots uncle, cousin dead in Lahore
-
World silence over desecration of shrine in IIOJK regrettable: Mushaal
-
SSGC stops gas supply to Sindh for three days
-
Four Pakistanis died in Italy road accident