اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د جسټس شوکت عزيز صديقي د ريټائرمنټ د اعلاميه جاري كولو منظوري وركړې۔ صدر مملکت د نوټيفکيشن جاري كولو منظوري د سپريم کورټ 22.03.2024 د پرېكړې په رڼا كښې وركړه ۔ د ايوان صدر پريس ونګ له مخې د ريټائرمنټ د نوټيفکيشن اطلاق به د جسټس شوکت عزيز صديقي ريټائرمنټ د عمر ترسره كېدو نيټې 30.06.2021 څخه وي۔ صدر مملکت د نوټيفکيشن جاري كولو منظوري د آئين آرټيکل 195 له مخې وركړې۔ صدر مملکت جسټس شوکت عزيز صديقي د اسلام آباد هائي کورټ د جج چوكۍ نه لرې كولو لپاره د 11.10.2018 نېټي د لاء اينډ جسټس ډويژن اعلاميه د بېرته اغستو هم منظوري وركړه ٬ جسټس شوکت عزيز صديقي د سپريم جوډيشل کونسل په سفارشات، د آئين د آرټيکل 209(6) له مخې، د اسلام آباد هائي کورټ د جج چوكۍ څخه اخوا كړے شوے ٶ۔ صدر د انصاف او قانون وزارت تجويزونو منظوري د وزيراعظم په اېډوائس وركړې ده۔
متعلقہ مضامین
-
PPP demands forensic audit of Stanford report on Ehsaas programme
-
HEC hands over M.Phil degree to professor of UoB on order of Ombudsman
-
Minorities enjoy equal rights in KP: Ghani
-
720 diarrhea patients visit Rawalpindi’s health centres
-
Tourists decry poor cleanliness arrangements at Faisal Mosque
-
Capital’s air quality consistently healthy
-
Afghan quake survivors stream into Pakistan
-
Minister says no compromise on provincial rights, powers
-
UMT holds rector merit award ceremony
-
PHC fines three private hospitals for violating rules
-
KU distributes Rs35m ‘Deans’ Research Grant’ among 240 faculty members
-
Seminar on state of economy and annual budget held at Parliament House