اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) وفاقي كابينې د فاټا اصلاحاتو بل په قومي اسمبلې كښې د وړاندې كولو او په اسلام آباد كښې د مېډيكل سټي جوړولو منظوري وركړه٬ كابينې روسيې٬ برازيل٬ آسټراليا او سري لنكا سره د بېلا بېلو لوظنامو لاسليك كولو منظوري هم وركړې۔ د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔ كابينې د فاټا اصلاحاتو بل په قومي اسمبلې كښې د وړاندې كولو منظوري وركړه۔ په غونډه كښې د پاكستان او د روسيې ترمېنځه پخواني يو اېس اېس آر سره د شريك مالياتي كلېمز او د واجباتو د معاملې ترسره كولو لپاره د لوظنامې منظوري هم وركړې شوه۔ په غونډه كښې د ګوله بارود په تجارتي بنيادونو د درآمد په پالېسې كښې د ترميم٬ نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټي د وزيراعظم تر دفتر لاندې د ساتلو٬ په ا سلام آباد كښې د مېډيكل سټي جوړولو٬ د اسلام آباد د زون فور په ذيلي زون سي كښې د سي ډي اے په ماسټر پلان كښې د بدلون كولو نه علاوه د پاكستان او برازيل ترمېنځه د تكينيكي مرستې د لوظنامې لاسليك كولو٬ د نيوټك او د سري لنكا ترمېنځه د ټېرټري اېنډ ووكېشنل اېجوكېشن كميشن ترمېنځه د تفاهم يادښت لاسليك كولو منظوري وركرې شوه۔ په غونډه كښې د پاكستان او اسټراليا ترمېنځه د اوبو وسيلو د انتظام په اړه د تفاهم يادښت لاسليك كولو منظوري هم وركړې شوه۔ كابينې د بشري حقونو كېس نمبر 623-P/2017 ﴿د زړه غېر معياري سټنټ) كښې د سترې محكمې په احكاماتو عملدرآمد لپاره د كمېټې تشكيل كولو منظوري هم وركړه
متعلقہ مضامین
-
Ramiz Raja meets BCCI President Saurav Ganguly
-
T20 World Cup: Babar Azam talks in favor of changes in squad
-
Balochistan Assembly session summoned on October 20
-
IIOJK people left at mercy of one million Indian troops
-
New Gwadar International Airport to be operational by 2023
-
Tarin pleads with the nation not to lose hope amidst Pak-IMF talks
-
Fawad grieved over demise of famous poet, columnist Ajmal Niazi
-
Tarin urges overseas Pakistan to open RDAs for seamless financial services
-
Stars descend on Dubai for Pakistan pavilion in Expo 2020
-
107 dengue cases emerge in Islamabad today
-
Politics of unrest not in national interest: CM
-
SAPM highlights Pakistan’s experience in scaling up EEC