اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د پاكستان او صوماليه ترمينځه د 10.500 ملينه روپو ګرانټ او صوماليه لپاره د قامي شناختي كارډ نظام جوړولو لپاره د تكنيكي مرستې لوظ نامه لاس ليك شوه ۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د شورو په ورځ د لاس ليك په دستوره كښې موجود ؤ۔په دې موقع د خزانې وزير مفتاح اسماعيل٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر مصدق ملك د خزانې او داخله ډويژن سېكترانو٬د نادرا چيئرمېن او سينئر چارواكو په لوظ نامې د لاس ليك دستوره كښې هم موجود وو۔د صوماليه د اړخه د داخله چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د پراجېكټ مشر ډاكټر نور درائي هرسي او سفير خديجه محمد المخزومي او د هغوي چارواكي هم د لاس ليك دستوره كښې موجود وو۔د دې اقدام ترمخه به نادرا به د صوماليه لپاره ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او نور سامان وركوي۔د علم او ټېكنالوجي منتقل كولو سره به صوماليه ته بارډر منيجمنټ او انتخابي منيجمنټ له هم مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د صوماليه د داخله چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د صوماليه نېشنل آئي ډي سسټم جوړولو كښې پھ مرسته كولو د پاكستان مننه وكړه۔ده د پاكستان او صوماليه د ملګرتيا اړيكې رامخې ته كولو سره ووئيل په موغاديشو كښې د پاكستان سفارت پرانستلو سره به د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د خېرسګالۍ جذبې څرګندونې سره ووئيل پاكستان او صوماليه خپلو كښې د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔پاكستان او صوماليه خپلو كښې نزدې اړيكې لري۔د نادرا په لوظ نامه لاس ليك اهميت لري او دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي
متعلقہ مضامین
-
PM for ‘rapid action’ to control inflation
-
President condoles with families of martyred soldiers
-
MoHR Helpline receives almost 1mln calls till June 2021
-
Theatre Wallay to start new series ‘Gupshup with Gurus’
-
First-ever girls college in Turbat to be functional next year
-
AJK PM inaugurates first women police station
-
10% states responsible for 80% world emissions: PM
-
Rising dollar rate a threat to Pakistan’s security: Shehbaz
-
PM Imran Khan, President Xi talk about Afghanistan situation and CPEC
-
PM accepts Jamshed Cheema’s resignation as SAPM on food security
-
Bizenjo quits as speaker as opp ‘nominates’ him for CM’s slot
-
IIOJK: Pakistan all set to mark ‘Black Day’ today