اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د تهر په صورتحال د تشويش څرګندونې سره د صحت وفاقي وزير ته سپارښتنه كړې چې زر تر زره د تهر دورې كولو سره د صحت په اړه په مسئلو وګړو ته آسانۍ وركړي٬ وفاقي حكومت به د سندھ او د سندھ د وګړو د حقونو تحفظ كوي۔ده دا خبره د پاكستان تحريك انصاف سندھ صدر امير بهټو٬عمومي سېكتر حليم عادل شېخ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د وزيراعظم په چېمبر كښې هغه سره ليدلي وو۔د ملاقات په مهال د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق٬افتخار دراني او د پاكستان تحريك انصاف مركزي عمومي سېكتر ارشد داد هم موجود وو۔وزيراعظم د پاكستان تحريك انصاف سندھ صوبې نوې صدر او په عمومي سېكتر د بشپړ باور څرګندونې سره هغوي ته سپارښتنه وكړه چې د ګوند په منشور عمل پالېسۍ دې روانې وساتلې شي۔په ملاقات كښې د سندھ صوبې په اړه په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم ووئيل حكومت به د سندھ او د سندھ د وګړو حقونو تحفظ كوي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د سندھ كاركنان زمونږ سرمايه ده٬د هغوي د حقونو به تحفظ كولې شي۔وزيراعظم صوبائي صدر او عمومي سېكتر ته پاكستان تحريك انصاف د يونين كونسل په كچه منظم كولو او د بلدياتي ټاكنو تيارۍ هم سپارښتنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Sindh a safe haven for fertilizer hoarders
-
No commercial use of cantt land in future, SC assured
-
India engaged in hatching conspiracies against peace
-
RSS chief’s statement of ‘undoing partition’ reflects India’s expansionist designs: Afridi
-
IIOJK turned into military garrison: JKEM
-
KP CM inducts two more SACMs into cabinet
-
Senator Palwasha Khan escapes in dacoity attempt in Lahore
-
Sec 144 imposed as demolition of Nasla Tower goes on
-
In two weeks, PM Imran Khan will inaugurate the Green Line Bus Project: Umar Asad
-
SC dismisses plea seeking dismissal of NADRA officer
-
Land transfer to Indian forces is a demographic terrorism in IIOJK: Shehryar
-
No irregularities committed in EEC disbursements: Sania