پېښور 13 اکتوبر(اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې به په يوه قومي حلقه او 9 صوبائي حلقو كښې ضمني ټاكنې ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي٬ په ټاكنو كښې به د 50 كانديدانو ترمېنځه مقابله كېږي٬ 20 لكه 29 زره رجسټرډ وټران به د رائې حق كاروي٬ د پولنګ عمل به سهار په اته بجې پېل كېږي او تر ماښام پنځو بجو پورې به روان وي٬ په پولنګ سټېشنو به د امنيت چارې ترسره كولو لپاره د پاك پوځ پشمول د پوليسو او نورو ا دارو اهلكار په ځائ كولې شي۔ د پاكستان د ټاكنو كميسون لخوا جاري شوي شېډول له مخې ضمني ټاكنې به په ټول هېواد كښې ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي۔ په كومو حلقو كښې چې ټاكنې كېږي٬ په هغو كښې په خېبر پښتونخوا د حلقه اېن اے 35 بنو چوكې وزيراعظم عمران خان خالي كړې۔ دغسې په صوبائي حلقو كښې پی کے 3 سوات ،پی کے7 سوات ، پی کے 44 صوابی ،پی کے53مردان، پی کے61نوشهرہ ،پی کے64 نوشهرہ ،پی کے78 پېښور، پی کے97 ډی آئی خان او پی کے99 ډی آئی خان شاملې دي
متعلقہ مضامین
-
Meeting mulls pact with UK on return of convicts
-
President for developing human resources in emerging tech
-
Shahbaz Sharif tested covid positive for the second time
-
Senate body lauds Information Ministry for fast-track digitization of state media institutions
-
Iqra and Yasir share photos from their trip to Thailand
-
Ban on indoor dining, weddings in cities with over 10pc positivity rate
-
PNCA to organize Bazm-e-Ghazal on January 21
-
CM seeks report of Anarkali explosion
-
Sharifs must clarify position on affidavit
-
IBCC launches technology for marks evaluation
-
NAB files 3,772 references since inception
-
6500 more tested positive for Covid-19, 12 died during past 24 hours