اسلام آباد ۔ 18 دسمبر (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو وزارت په مشرتابه د بشپړه باور څرګندونه كولو سره خوښي ښكاره كړې ده چې د اطلاعاتو وزارت بايد ميډيا سره په اړوندو ټولو چارو كښې د لارښودنې كردار ترسره كړي۔ حكومت به په نړيواله كچه د پاكستان تشخص رامخې ته كولو او اولس ته د حكومت اصلاحاتي او د بدلون ايجنډا په ډاګه كولو له ټول ممكنه وسائل وركوي۔ ده دا خبره د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ وزيراعظم آفس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ وفاقي وزير وزيراعظم د اطلاعاتو وزارت چارو ٬ د رياستي ميډيا ادارو ٬ د پاکستان براډکاسټنګ کارپورېشن او پاکستان ټېلی ویژن کارپورېشن مستعد او فعاله ادارې جوړولو له د روانو اصلاحاتو په اړه خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل موجود حكومت د رائې آزادۍ سره په څرګندونه او د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د ميډيا په آزاد ٬ فعال او ذمه وار كردار بشپړه باور لري۔ ده ددې لوظ پخلې وكړو چې حكومت به ميډيا ته د پېشه ورو ذمه وارو په ترسره كولو كښې ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ ملاقات كښې د اطلاعاتو سېكتر شفقت جليل هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Police arrests 10 more suspects in Khanewal lynching case
-
HBL PSL 7: schedule for today, Feb 16
-
CPNE condemns journalist’s arrest
-
Even state’s power can’t save Imran: Maryam
-
Sarwar addresses pressing demands of university students
-
CAS witnesses concluding ceremony of Inter-Band Competition
-
CM accords approval to hold horse and cattle show
-
Building dams and razing buildings not job of judges
-
Shehbaz using ‘unfair tactics’ to put off his indictment: Farrukh
-
Vawda moves SC against lifelong disqualification
-
CCPO expresses satisfaction over decrease in crime rate
-
Haleem advises PPP to address problems of people before long march