بيجنګ 25 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د پاكستان او چين دوستي په اولسي او حكومتي كچه بشپړه ډاډګېرنه لري٬ سي پېك پاكستان او منطقې لپاره تزويراتي اهميت لري۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د چين خارجه وزير وانګ ژي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه دا خاص ملاقات په بيجنګ كښې وشو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وشوې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي د پاكستاني وزيراعظم عمران خان لخوا د چين مشرتابه لپاره د نيكو هيلو پېغامونه هم ورسول۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين دوستي په اولسي او حكومتي كچه بشپړه ډاډګېرنه لري۔ سي پېك د چينائي اولس مشر د ون بېلټ ون روډ د ويژن عكاسي كوي۔ ده ووئيل چې سي پېك پاكستان او منطقې لپاره تزويراتي اهميت لري۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه په افغانستان كښې د امن په اړه هم خاص خبرې وشوې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې چين چين په افغانستان كښې د تفاهم عمل لپاره د پاكستان د هڅو ملاتړ كړے۔ دواړو خارجه وزيرانو په منطقه كښې امن او استحكام او د روابطو ودې لپاره د شريك لائحه عمل خپلو د عزم څرګندونه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
د آل پاكستان يوټېليټي سټور كارپورېشن د مركزي يونين چيئرمېن سيد عارف شاه اے پي پي سره خبرې
-
پاکستان او چین د بنديوانو تبادلې لوظنامه لاس ليك كړه
-
اولس ته د ژوند بنيادي ضروريات وركولو سره هغوي په خپلو پښو اودرولو كښې مرسته به د دوي اصل خذمت وي٬د هېواد په چېلنجونو يوازې د زغم او همغږۍ په پالېسۍ عمل كولو سره قابو موندلې كېدې شي۔د اولس مشر ډاكټر عارف علوي
-
وزيراعظم عمران خان په متروكه وقف املاك بورډ كښې په بې قاعدګۍ او په مالي بد انتظامۍ سخته اندېښنه وښودله
-
د آسيه بي بي د هېواد پرېښودلو خبر د تصديق نه غېر خپرول غېر ذمه واره كار دے
-
په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي په سلامتي كونسل كښې د ګڼ اړخيزه نظام په اړه په بحث كښې څرګندونې
-
د پاكستان اټامك انرجي كميشن لخوا د آئي اے اي اے د معياراتو په لړ كښې نړيوال وركشاپ وشو
-
پاكستان تحريك انصاف په سختو حالاتو كښې حكومت سنبهال كړی
-
اولس مشر ډاګټر عارف علوي د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم سوري كور ته لاړ
-
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سېنېټ په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه
-
پاكستان او متحده عراب امارات د دوستې او ورورولې تاريخي اړيكې لري٬ د وزيراعظم عمران خان دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې وده وكړي۔ پخواني سفارتكار
-
په وظيفائي او تكنيكي تربيه كښې د يو اېن ډي پي مرستې ته اړتيا ده