اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا پاكستان ته د دړكو په تناظر كښې د تاؤ تريخوالي خاتمې لپاره ملګرو ملتونو څخه د مداخلت غوښتنه كولو سره وئيلي دي هند د پلټنو نه غېر د پلوامه بريد تور په پاكستان لګولو سره خپل كورنو مقاصدو له د پاكستان دښمنه بيانونو څخه د منطقې ماحول كړكېچن كويل غواړي ۔ دا خبرې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انټونيو ګوئټرېش او د سلامتي كونسل غړو په نامه خپل مكتوب كښې كړې۔ خپلې چيټۍ كښې خارجه وزير وئيلې دي هند د سندھ طاس لوظنامې ختمولو دړكه وركړې كومه چې به سنګينه غلطي وي۔ ده ووئيل د اړي ګړي خاتمې لپاره د ملګرو ملتونو په سمدستي توګه مداخلت ضروري دے ۔ خارجه وزير ووئيل هند د پلټنو نه غېر د پلوامه بريد تور په پاكستان لګوي ۔ ده وئيل هند د خپلو كورني مقاصد له مخې پاكستان دښمنه بيانونه وركولو سره د منطقې ماحول كړكېچن كول غواړي ،ده ووئېل د هند له مخې بريد كوٶنكے كشميرے ٶ خو د دغې باوجود هند په پاكستان تور لګولې۔ بلخوا خارجه وزير شاه محمود قريشي هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهېل محمود سره ملاقات كړې او ھغه سره ئې د پلوامه په مسئله ٬ د هند لخوا په پاكستان بې ځايه تورونو لګولو او د منطقې د مجموعي وضعې پحقله خبرې كړې دي۔ خارجه وزير وئيلې پاكستان منطقه كښې امن غواړي او بدامني او اړې ګړې د چا په ګټه نه دے۔ ده ووئيل مونږ د صورتحال په سنجيدګۍ او په غور جاج اخلو او ما د چيټۍ د لارې ټول صورتحال څخه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر خبر كړې۔ د يادونې وړ ده پاكستان هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهېل محمود مشاورت لپاره پرون اسلام آباد ته رابللې ٶ
متعلقہ مضامین
-
Hefty increase in markup rate to hit trade & industry: LCCI
-
Minister for monitoring food prices in market
-
Youth killed over petty dispute in Swabi
-
PTI lawyers step down from govt positions
-
PM Niazi asks authorities concerned to complete reorganization work of JKLC
-
Capital reports lowest Covid daily cases count in present wave
-
BAP nominates CM Bizenjo as parliamentary leader in BA
-
Sit together and decide date for CM’s election: LHC
-
PRCS distributes food packs among deserving families
-
Cleaning of drains before monsoon in Abbottabad emphasized
-
OGRA, SBP discuss enhancement of oil industry’s credit limit
-
Profiteers fined for overpricin