اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) پاکستان او د برتانيې ترمېنځه د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو ٬ اولسي رابطو او بزنس او كلتوري مرستې لا مسحكمولو ته سلا شوې دي۔ دا اتفاق تېره ورځ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او دارلعوام كښې د لبرل ډېموكرېټس لارښودسر وینس کېبل ترمېنځه په ملاقات كښې راغلې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړه ډلې دې خبره ته سلا شوي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه تجارت، سرمایه کاری، سېلګرۍ ، صحت او د تعلیم په څانګه كښې مرستې ته د لا پراختيا وركولو ضرورت دے ۔ خارجه وزير سر وینس کېبل په سماجي څانګه كښې د سرمايه كارۍ د لارې د انساني پرمختګ پحقله د حكومتي پاليسو٬ پاکستان كښې د اقتصادي موقعو او په خاص توګه اقتصادي زونز په اړه خبر كړو او د پاكستان جغرافيائي اهميت ئې رامخې ته كړو۔ په دې موقع د لبرل ډېموكرېټك لارښود سر وېنس كېبل ٬ لارډ ډك نېوبي، ظفرحق، الېکس ډیوس،کلودګ هګنسن او اېمی واؤچر موجود وو۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو او د اقتصادي مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د برتانيې په پايه تخت كښې د اروپائي ائتلاف په اوسنيو ټاكنو كښې د لبرل ډېموكرېټس په كاميابۍ دوي له مباركي وركړه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل د برتانيې پارلماني غړو فرورۍ كښې په هاٶس آف كامنز كښې د جمو او كشمير كنفرنس كښې د پاكستان د موقف تائيد
متعلقہ مضامین
-
Bizenjo takes notice of killing in Chaghi during LG election
-
India hatching conspiracies to change demography in IIOJK: Sultan
-
NAB amends to directly benefit Sharifs: Qureshi
-
SC interpretation of Article 63(A) not applicable to my election
-
ECP gets 2 members from Punjab and KP
-
Two murderers handed down death
-
Ministry vacates over 2,758 properties from illegal occupants
-
Over 22.8m children out of school: minister
-
India pledges to address Pak concerns on hydropower projects
-
Over 43m children receive lifesaving vaccines across Pakistan
-
IT Ministry directs timely completion of all projects
-
World must ensure urgent actions on post COVID-19 recovery: Sherry